کابل (پژواک ٢ مرغومى ٩١): د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو د ٥ سرتېرو د وژل کېدو او ١٧ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په هغې خبرپاڼه کې ورکړل شوى، چې د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په دويمه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د فراه په بالابلوک او پشت رود ولسواليو کې يو سرتېرى وژل شوى او څلور ټپيان دي، د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې هم دوه وژل شوي او دوه ټپيان دي او د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې څلور سرتېري ټپي شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې د ملي اردو سرتېرو ته ياده مرګ ژوبله د ماين چاودنو او له وسلوالو مخالفينو سره د نښتو پر مهال رامنځته شوې ده.
د ملي دفاع وزارت ويلي، چې ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
وروسته له هغه چې تېر کال د يو شمېر سيمو د امنيت چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوې، د ملي پوليسو او اردو سرتېرو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
د ملي دفاع وزارت تېره مياشت اعلان وکړ، چې د روان لمريز کال له پيله راهيسې د ملي اردو شاوخوا اته سوه سرتېري وژل شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن