کندهارښار(پژواک ٢٣مرغومى٩١): د کندهار والي شاوليکوټ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال ومنله، چې دغې ولسوالۍ ته لکه څنګه چې ښايي پاملرنه نه ده شوې، خو ژمنه يې وکړه، چې دغلته به اقتصادي او پرمختيايي کارونو ته توجه ډېروي.
ډاکټر توريالي ويسا، نن د يو شمېر رييسانو، د ملي اردو او ايساف ځواکونو د قومندانانو په ملتيا شاوليکوټ ولسوالۍ ته سفر وکړ او د خلکو ستونزې يې واورېدې.
د شاوليکوټ ولسوال حاجي عبيدالله وويل، چې د دغې ولسوالۍ امنيت د پخوا په پرتله ښه شوى، خو خلک له ولايتي او مرکزي ادارې څخه د بيارغونې د کارونو غوښتنه کوي.
هغه زياته کړه، په دغې ولسوالۍ کې د ځينو کليدي ادارو کارکوونکي په کار ګمارل شوي، خو لا هم ډېرې ادارې دلته کارکوونکي نه لري، چې خلکو ته ټولينز خدمات وړاندې کړي.
د نوموړي په وينا، د شاوليکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي اوس په عدلي او قضايي برخه کې ستونزې نه لري، ځکه اوس دغلته قاضي او څارنوال په دنده ګومارل شوي، خو مهمه ستونزه دا ده، چې کارکوونکي د اوسېدو ځايونه نه لري.
ولسوال په شاوليکوټ د پوهنې ټکنى بهير د جدي ستونزې په توګه ياد کړ او ويې ويل، چې د پر له پسې هلو ځلو سربېره هم دغې ستونزې ته پام نه دى شوى.
د سکتوري رييسانو له ډلې د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل، چې په شاوليکوټ کې يې درې روغتيايي مرکزونه فعال کړي، يو شمېر ښځينه ډاکټرانې او قابله ګانې يې په دنده ګمارلې دي.
خو هغه وويل، چې دغه کلينکونه بسنه نه کوي او ډېر ژر به يو بل کلينک هم دغلته جوړ کړي.
د اوبو د تنظيم رييس د دهلې بند په اړه، چې په دغه ولسوالۍ کې موقيعت لري، وويل، د دهلې بند د بيارغونې کارونه دوام لري او په دې توګه به هغوى وکړاى شي، چې ٥٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبه ذخيره او د ټول کال په اوږدو کې د کرهڼې لپاره اوبه ولري.
د کليو د پراختيا رييس کريم الله وويل چې د ولسوالۍ شورا يې له سره نوې کړې او د پرمختيايي کارونو لپاره يې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې ١٣٠ ميليونه افغانۍ ورته ځانګړې کړې دي.
کندهار والي د شاوليکوټ له اوسېدونکو سره د خبرو پر مهال ومنله، چې دغې ولسوالۍ ته دولت سمه پاملرنه نه ده کړې، خو ژمنه يې وکړه، چې د دغې ولسوالۍ پرمختيايي او اقتصادي چارو ته به توجه زياتوي.
نوموړي زياته کړه، په دولت او خلکو دواړو کې ستونزې شته، خو اوس بايد د ستونزو پر هواري کار وشي.
هغه د غونډې پر مهال خبردارى ورکړ، چې اړوند رياستونه به د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې حلوي، که په يوه اوونۍ کې حل نه شي، نو کارکوونکي به له دندې ګوښه کړي.
والي د خبرو په لړ کې پر خلکو غږ وکړ، چې نور پر بهرنيو تکيه و نه کړي او پر ځان د بساينې لپاره کار وکړي، تر څو د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته خپلو چارو ته په خپله اوږه ورکړي.