کندهار (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩١): په سوېل کې د ايساف ځواکونو چارواکي وايي، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو له سپارلو سره سم، خپل زياته اندازه تجهيزات افغان ځواکونو ته سپاري.
دغه څرګندونې نن مازيګر ناوخته د ايساف قوماندانۍ د ملاتړې څانګې مرستيال بريدجنرال وايټ د کندهار له والي ډاکټر توريالي ويسا سره په ليدنه کې وکړې.
جنرال وايټ وويل، دوى پلان لري، چې په پوځي اډو کې شته وسايل او وسايط له خپلو اډو څخه ونه باسي، بلکې افغان دولت ته يې پرېږدي.
خو نوموړي ټينګار وکړ، چې له افغان لوري څخه دا تضمين غواړي، چې ورسپارل کېدونکي تاسيسات په ښه توګه وساتل شي.
هغه زياته کړه، باوري دى چې په ډېرو برخو کې افغان ځواکونه د دې وړتيا لري، چې د پوځي اډې واک او چارې سمبال کړي، خو لا هم اړتيا ده، چې دغه ځواک نور هم په ځان بسيا شي.
جنرال وايټ وويل، له اوسني پلان سره سم به ټولې سيمې افغان ادارې ته وسپارل شي او دوى داسې پلان هم لري، چې ويجاړې شوې پوځي اډې له سره ورغوي.
خو د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا وويل، چې د ملکيتونو د تشخيص لپاره بايد د يوه منظم پلان له مخې کار وشي او معلومه شي، چې کومې ځمکې په دولت او کومې په شخصي خلکو پورې اړه لري.
والي په دغې ليدنه کې د سولې پروسې په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې ولايت يې د سولې او ملي پخلاينې په برخه کې مهم رول لوبوي او مهمه ده، چې مرکزي اداره هم خپله پاملرنه زياته کړي.
هغه زياته کړه، په کندهار کې سوله د ټول هېواد د سولې په معنا ده او په کار ده، دا اصل ومنل شي او په دغې سيمه کې په هر اړخ کې ډېر کارونه وشي.