ژبه

له چلنده لوېدلې څه باندې ٣٨٣ ميليونه افغانۍ وسوځول شوې

کندهار (پژواک ٢٥ مرغومى ٩١): د افغانستان بانک د مرستيال په مشرۍ کندهار ته راغلى پلاوى وايي، چې په دغه ولايت کې يې زړې شوې ٣٨٣ ميليونه او ٥٠٠ زره افغانۍ سوځولې دي.

د افغانستان بانک دويم مرستيال محمد عيسى تراب د مرغومي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې کندهار ولايت ته د يوه دوولس کسيز پلاوي په مشرۍ سفر کړى، چې د افغانستان بانک تر څنګ د ولسي جرګې او يو شمېر نورو ارګانونو استازي په کې شامل دي.

هغه زياته کړه، دغه ولايت ته يې د سفر موخه له چلنده لوېدلو بانکنوټونو سوځونه او په افغانيو راکړه ورکړه ده.

ده وويل، د راغلي پلاوي پر وړاندې نن په کندهار کې ٣٨٣ ميليونه او ٥٠٠ زره له کاره لوېدلې او زړې افغانۍ وسوځول شوې.

تراب وايي، په سوځول شوو بانکونوټو له کې له يوګون څخه تر ٥٠٠ ګون پورې نوټونه شامل دي، چې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې را ټولې شوې وې.

د ده په خبره، پخوا دغه چاره په مرکز کابل کې ترسره کېده، خو نور به دغه کار په ولايتونو کې ترسره کېږي.

تراب په کندهار کې له مېشتو سوداګرو او نورو وګړو وغوښتل، چې په ورځنيو چارو کې په افغانيو راکړه ورکړه وکړي او دغه راز د نوټونو ساتنې ته هم ډېره پاملرنه وکړي.

هغه وويل، چې د سيمې د ګاونډيو هېوادونو په پرتله افغانيو خپل ارزښت ساتلى او که هېوادوال په پرديو کرنسيو راکړه ورکړه بنده کړي، نو ارزښت به يې نور هم لوړ شي.

هغه زياته کړه، په افغانيو د راکړې ورکړې د رايجولو لپاره دلته يو کمېسيون هم ټاکل شوى، چې له بېلابېلو ادارو جوړ دى، هغوى به په افغانۍ د راکړې ورکړې لپاره کار کوي او هغه څوک چې سرغړونه کوي، د کمېسيون له لوري په جريمه کېږي.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا له دغه پلاوي سره په ليدنه کې وويل، چې په وار وار يې د دغه ولايت له ملي سوداګرو سره ليدلي او له هغو څخه يې غوښتي، چې د راکړې ورکړې پر مهال يواځې افغانۍ وکاروي.

خو هغه غوښتنه وکړه، چې د افغاني بانکنوټونو د ارزښت لوړولو لپاره بايد پر يوه داسې ميکانيزم کار وشي، چې د خلکو عامه ذهنيت اغېزمن کړي او په خپله خوښي د نورو کرنسيو له کارولو ډډه وکړي.

کندهار، چې د  ډيورنډ کرښې ته څېرمه پروت دى، له ډېره وخته په کې د جايدادونو او نورو عمده توکو د پېر او پلور پر مهال له پاکستانۍ روپيو کار اخيستل کېږي.

کتونکي وايي، دغه چار په اوږدمهال کې د افغانيو پر ارزښت اغېز کوي او دولت ته په کار ده، چې په ټول هېواد کې په افغانيو راکړې ورکړې ته خلک وهڅوي او د سرغړونې پر مهال قانوني چلند وکړي.

ورته موضوع