کندهار ښار (پژواک ٣٠ مرغومى ٩١): د کندهار د ښورابک ولسوال ادعا کوي، چې د دغې ولسوالۍ د پوهنې مدير ٤ ميليونه افغانۍ د ښوونکو د تنخواوو په نوم را ايستلې او ټولې يې له ځان سره وړې دي.
د کندهار د پوهنې رييس د ولسوال دغه ادعا نه مني، خو ولايتي چارواکي وايي، چې په دې اړه څېړنې کوي.
د ښورابک ولسوال عبدالنافع بړېڅ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ د پوهنې مدير حاجي رحمت الله رودي نږدې ٤ ميليونه افغانۍ د ښوونکو د معاشونو په نوم را ايستلې او له ځان سره وړې دي.
هغه زياته کړه، چې وړل شوې پيسې د دغې ولسوالۍ د ښوونکو د يوه کال تنخواوې دي.
دى وايي، دا چې ښورابک د ډيورنډ پر کرښه پرته ناارامه ولسوالۍ ده، دلته ښوونکي د نورو ولسواليو په پرتله په لوړه تنخوا په دنده ګومارل شوي، خو د دې پر ځاى چې تنخواوې ورته پر وخت ورسېږي، ټولې پيسې د يوه شخص جيب ته تللې دي.
هغه تور ولګاوه او ويې ويل: ((د ښورابک ولسوالۍ د پوهنې مدير حاجي رحمت الله رودي د ښوونکو د يوه کال معاشات د کندهار د پوهنې د رييس شېراغا ساپي په مرسته اخيستې او په خپلو منځونو کې يې وېشلي دي.))
بړېڅ وويل، په ټوله ولسوالۍ کې يې ښوونځي ودانۍ نه لري، خو يو شمېر ښوونکي او ملا امامان په جوماتونو کې زده کوونکو ته زده کړې ورکوي.
د نوموړې په وينا، د ښورابک د ښوونکو د تنخواوو د غلا په اړه يې ولايتي چارواکو ته خبر ورکړى او هغوى امنيتي ارګانونو ته د اړوند کس د پيدا کولو او نيولو حکم کړى دى.
که څه هم د ښورابک ولسوالۍ د پوهنې مدير د خبرو کولو لپاره و نه موندل شو، خو د کندهار د پوهنې رييس شېراغا ساپي د ولسوال تورونه رد کړل او ويې ويل، له دوى سره ټول هغه اسناد موجود دي، چې ولسوال لاسليک کړي او ښيي چې ښوونکو ته تنخواوې رسېدلې دي.
خو له دې سره سره هغه وويل، چې په دې اړه به پلټنې کوي، چې رښتيا هم د ښوونکو تنخواوې غلا شوي او که څنګه؟
بل خوا د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول او د والي وياند جاوېد فيصل وايي، ولايتي اداره اوس مهال په ډېرو سيمو کې حاکمه ده، ډېر ژر به په دې اړه څېړنه وکړي او پايلې به يې خلکو ته وړاندې کړي.
هغه ومنله، چې د ښورابک ولسوالۍ ترڅنګ په معروف او شاوليکوټ ولسواليو کې هم ورته ستونزې را منځ ته شوې، خو هغوى يې د هوارولو په هڅه کې دي.
تېره اونۍ د کندهار والي شاوليکوټ ولسوالۍ ته سفر کړى و، چې د هغې ولسوالۍ ښوونکو ورته د تېرو پنځو مياشتو د تنخواوو د نه رسېدو شکايتونه کړي وو.
تر هغه وروسته، چې د کندهار په يو شمېر ولسواليو کې امنيت حالت ښه او په کې د حکومتوالۍ چارې بيا پيل شوې، خو ورسره ترڅنګ په ځينو ادارو کې د ورته ستونزو خبرونه هم ترلاسه کېږي.
چارواکي وايي، په يو شمېر سيمو کې بانکي سيسټم نشته او د مامورينو تنخواوې نغدې ورکول کېږي، چې ډېر مهال دغه معاشونه د فساد ښکار کېږي.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، څو ورځې وړاندې خبردارى ورکړى و، چې د پوهنې په برخه کې هېڅ راز ستونزې د زغم وړ نه دي؛ که څوک هم په دې برخه کې ناغېړى وکړي، نو پر خلاف به يې قانوني اجراات وشي.