کندهار ښار (پژواک، ٣ ورى ٩٢): د کندهار ولايت د ميانشين ولسوالۍ په زنتو سيمه کې د وسله والو مخالفينو يوه ماين څلور ماشومان وژلي او دوه نور يې ژوبل کړي دي.
چارواکي وايي، پېښه نن غرمه يوه بجه هغه مهال وشوه، چې ماشومانو د وسله والو په يوه تازه خښ شوي ماين لوبې کولې.
د کندهار د والي وياند احمدجاوېد فيصل وايي، په پېښه کې څلور ماشومان وژل شوي او دوه ژوبل دي، چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
هغه زياته کړه، وسله والو مخالفينو ماين د ملکي وګړو د پلې لارې په اوږدو کې ايښى وو، چې وروسته ماشومانو اخيستى او د لوبو کولو پر مهال يې چاودنه کړې ده.
فيصل وايي، ټپي ماشومان سمدستي د پوليسو له لوري روغتون ته لېږدول شوي او اوس يې حالت د ډاډ وړ دى.
د ميانشين ولسوال روزي خان وايي، په ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو له فعاليت سره مخالفين مخامخ جګړه نه شي کولى او د ماينونو په خښولو سره خپل شتون ښيي.
د ده په وينا، د وسله والو د خښ شويو ماينونو له امله زياتې لارې تړل شوې دي او زيات وختونه پر ماينونو ملکي وګړي ختلي، چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ يې د ميانشين ګڼ اوسېدونکي دايمي معلول کړي دي.
د ميانشين غرنۍ ولسوالي له زابل او اروزګان ولايتونو سره پر ګډه پوله پرته ده، چې شاوخوا ټولې لارې يې خامه دي او اوس په کې تازه د حکومتوالي د پياوړتيا چاره پيل شوې ده.
له بلې خوا ولسمشر حامد کرزي دغه پېښه په کلکه غندلې ده.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کرزي د دغې ترهګريزې او انساني ضد کړنې د غندلو ترڅنګ د بې ګناه ماشومانو وژل يو بزدلانه عمل او د اسلامي او افغاني فرهنګ خلاف ګڼلى، عاملين يې د پرديو مزدوران بللي دي.
ولسمشر د وژل شويو ماشومانو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې کړي، هغوى ته يې جميل صبر غوښتى او ټپيانو ته يې د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.