ژبه

تښتول شوي ٩ ماين پاکوونکي خوشې شول

کندهار (پژواک ٧ غويى ٩٢): د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې تښتول شوي نهه ماين پاک کوونکي خوشې شول.

چارواکي وايي، دغه ماين پاک کوونکي د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وو، چې د ميوند ولسوالۍ د مخورو او قومي مشرانو په منځګړيتوب تر ٥ ورځو بند وروسته را خوشې شول.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غويي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې خوشې شوي نهه ماين پاک کوونکي د (اميک) په نوم د يوې موسسې کار کوونکي دي، چې نن را خلاص شول.

هغه زياته کړه، دغه کسان د امنيتي ارګانونو له خبرتيا پرته د ميوند ولسوالۍ لوى کارېز سيمې ته تللي وو او هلته د ماينونو په پاکولو بوخت وو، چې د وسله والو مخالفينو له خوا و تښتول شول.

د نوموړي په وينا، سيمه ييزې ادارې د ماين پاک کوونکو له تښتونې سره سم د سيمې د قومي مشرانو په وسيله د هغوى د راخلاصولو هڅې پيل کړې، چې بالاخره تر پنځو ورځو تېرېدو وروسته نن (د غويي ٧مه) راخوشې شول.

فيصل وويل، چې وسله والو طالبانو يوازې ماين پاک کوونکي خوشې کړي، خو د هغوى د ماين پاکونې ٢٢ الې، ٣ مخابرې او ٢ موټر يې ګرځولي دي.

طالبانو تر دې مهاله د دغو نهو تنو د تښتولو او بېرته خوشې کولو په اړه څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې هم ورته پېښه شوې وه، چې پر مهال يې وسله والو مخالفينو درې ماين پاکوونکي تښتولي وو او تر دوو ورځو تېرېدو وروسته يې خوشې کړل، خو د هغوى دوه موټر يې ترې وګرځول.

ورته موضوع