کندهار ښار (پژواک ١١ غويى ٩٢): د کندهار ولايت چارواکي وايي چې د ارغسان لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى ولسوال، پوليسو سره په نښته کې وژل شوى دى.
د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل د غويي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نصيب الله په نوم دغه طالب، څه موده مخکې د کوېټې شورا له خوا د ارغسان لپاره د ولسوال په توګه معرفي شوى و.
هغه زياته کړه، د وسله والو مخالفينو دغه تش په نامه ولسوال له خپلو لسو تنو ملګرو سره يو ځاى نن سهار د ارغسان ولسوالۍ د پڅکۍ سيمې ته راغلى و، چې د پوليسو له مقاومت سره مخ شو.
د ارغسان ولسوال عبدالغني پژواک اژانس ته وويل، د پوليسو او طالبانو ترمنځ څو ساعته جګړه شوې، چې په پايله کې يې دغه ولسوال وژل شوى او دوه تنه نور وسله وال يې ټپيان دي.
دى وايي، د وژل شوي ولسوال مړى په سيمه کې پاتې شوى او ورسره يو موټرسايکل، يوه پيکا، يوه مخابره او پنځه لاسي بمونه د پوليسو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.