ژبه

د کندهار په دوو موټربم چاودنو کې ۹ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

 کندهار ښار ( پژواک ۲۷ غویی ۹۲ ) : د کندهار  ولایت چارواکي وایي چې په دوو غبرګو موټر بم چاودنو کې ۹ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

دا چاودنې د غویي به ۲۷مه، تر ماښام وروسته په ۷:۳۰ بجو د عینو مېنې ښارګوټي په مربو‌طاتو کې شوې دي. 

عیني شاهدان وایي چې ددې چاودنو غږونه تر لرې سیمو پورې اوریدل شوي او ګڼ شمیر ټپیان روغتون ته لیږدل شوي دي.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل پژواک اژانس ته وویل ، عینو مینې ته په داسې حال کې چې سلګونه کسان تفریح ته راغلي وو، دوه غبرګې موټر بم چاودنې وشوې. 

هغه زیاتوي چې د جمعې په ورځ سلګونه کسان عینو مینې ته د ساعت تیری لپاره راځي او چاودنې په داسې حال کې شوې چې خلک د وتلو په حالت کې وو.

نوموړي وویل چې په دې چاودنو کې ۹ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي، چې ډیری یې ملکي وګړي دي.

د فیصل په وینا، د ټپیانو په مینځ کې یو شمیر ماشومان هم شامل دي.

هغه زیاتوي چې په وژل شویو کې ۳ پولیس او په ټپیانو کې اوه پولیس دي، پاتې نور ټول عام وګړي دي.

د میرویس روغتون یوه نوکریوال ډاکټر پژواک ته وویل چې تر اوسه روغتون ته ۷۹ مړه او ټپیان ور وړل شوي چې دیو شمیر روغتیایي حالت ښه نه دی.

وسلوالو طالبانو تر اوسه ددې چاودنو په اړه څه نه دي ویلي. 

د یادونې وړ ده چې تیره ورځ په کابل کې هم د یوه ځانمرګي له امله شپږ بهرنیان او لسګونو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.