ژبه

پتيال : د کندهار پرونۍ چاودنې پاکستان طرحه کړې وې

کندهار ( پژواک ٢٨ غويى ٩٢ ) : د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې تېره شپه دغلته شوي بريدونه د پاکستان په کويټه ښار کې طرحه شوي وو، چې موخه يې په خلکو کې وېره خپرول او د هغوى ارام ژوند ګواښل وو.

د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې په دې اړه جوړې شوې خبري غونډې ته وويل، چې دغه بريدونه د پاکستان له خوا د طالبانو په وسيله  تر سره شوي دي.

هغه زياته کړه، تېر ماښام د کندهار ښار په عينو مېنه کې دوه غبرګې موټر بم چاودنې وشوې، چې يو يې ځانمرګى بريد و.

د ده په وينا، په دغو دواړو چاودنو کې د وروستيو دقيقو معلوماتو له مخې، ٩ تنه وژل شوي او ٦٤ تنه ټپيان شوي دي، چې ١١ پکې پوليس او نور ټول ملکي وګړي دي.

پتيال وايي ، چې په وژل شويو او ټپيانو کې ٣ پوليس وژل شوي او ٨ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه وويل، د دغو بريدونو موخه دا وه، چې د کندهار نسبي ارامي ګډه وډه او په خلکو کې وېره خپره شي.

نوموړي زياته کړه، دا چې وسله والو طالبانو تر اوسه د دغې پېښې مسووليت نه دى منلى، معنا يې دا ده، چې تر بوسو لاندې اوبه بيايي.

خو هغه په څرګنده وويل، چې په دې پېښه کې د پاکستان لاس و او د ده په وينا، خپل دغه پلان يې د هغو تېروتلو افغانانو په وسيله تر سره کړى، چې دغلته د طالبانو په نوم پېژندل کېږي.

د کندهار ښار د تېر ماښام چاودنې داسې مهال وشوې، چې په ټوليزه توګه د جمعې په ورځ په زرګونو تنه د تفريح او مېلې لپاره عينو مېنې ته راځي.

پتيال وويل: ((دا په هيڅ توګه انساني او اسلامي کړنه نه ده، موږ دا په سختو ټکو غندو، دا ټولې بهرنۍ اجنډاوې دي، چې دغلته پلې کېږي.))

د هغه په وينا، امنيتي ځواکونو په وار وار دغه راز نورې پېښې شنډې کړې هم دي، چې د اوضاع د ګډ وډولو لپاره د بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان له خوا پلان کېږي.

ده د تېر ماښام د چاودنو د مالي زيانونو په اړه وويل، چې د چاودنو په ساحه کې يو شمېر موټر ويجاړ شوي او دغه راز د ګڼو کورونو او دفترونو د ودانيو کړکۍ او هېندارې ماتې شوې دي.

بل خوا تېره شپه تر چاودنې وروسته سلګونه کسان ميرويس روغتون ته ولاړل او له قربانيانو سره يې د وينې مرسته وکړه.

په ميرويس روغتون کې د ټپيانو په ډله کې هغه ماشومان هم شامل وو، چې له خپلو پلرونو او کورنيو سره دتفريح لپاره عينو مېنې ته تللي وو.

د محمد سليم په نوم يو تن ، چې د خپل ټپي دوه کلن زوى سر ته ناست و، پژواک اژانس ته وويل: ((د جمعې په ورځ مازيګر د خپل دوه کلن زوى د لوبېدو او تفريح په خاطر عينو مېنې ته ولاړم، ماښام مهال لمونځونه شوي وو، چې ناڅاپه زوروره چاودنه وشوه او زما زوى يې نژدې ٣٠ متره لرې وغورځاوه.))

هغه وويل، دا په هيڅ توګه اسلامي عمل نه دى، چې يو څوک دې د چا ارام او خوشحالي واخلي.

په کندهار کې تر اوږدې مودې ارامۍ وروسته دا لومړۍ زړه بوږنوونکې پېښه ده، چې په دومره شمېر ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو د دغو چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.

دا پېښه داسې مهال کېږي، چې دوې ورځې مخکې په کابل کې هم په شوي ځانمرګي بريد کې يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ورته موضوع