کندهار ښار (پژواک ٧ غبرګولى ٩٢): د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ د يوې چاودنې له امله درې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غبرګولي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه پرون ناوخته د خاکرېز ولسوالۍ په اروا سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د چاودنې په دې پېښه کې د اسدالله په نوم د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان ټپي شوى او د هغه درې ساتونکي وژل شوي دي.
بلخوا په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ويلي، چې د خاکرېز ولسوالۍ په دې چاودنه کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.