کندهار پژواک ٧ غويى ٩٢): چارواکي وايي، شاوخوا زرو وسله والو مخالفينو د پنجوايي ولسوالۍ پر هغو سيمو وسله وال بريد کړى، چې څه موده وړاندې يې اوسېدونکو پر وړاندې وسله وال پاڅون کړى و.
د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي د غبرګولي په ٧مه پژواک اژانس ته وويل، په بريد کې ١٢ وسله وال مخالفين، چې پاکستاني طالبان هم په کې شامل دي، وژل شوي او پنځه نور ژوندي نيول شوي دي.
نوموړى وايي، تر زرو زياتو وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر زنګ اباد سيمه وسله وال بريد وکړ، چې سيمه ييز او د عامه نظم پوليس ورسره په جګړه کې ښکېل شول.
د نوموړي په وينا، د جګړې په ځاى کې د وسله والو مخالفينو څلور مړي، وسلې او موټرسايکلونه هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
هغه په دې نښته کې د عامه نظم د دوو پوليسو د ټپي کېدو خبر هم ورکړ او ويې ويل، چې ملکي خلکو ته په کې کوم زيان نه دى اوښتى.
اسحاقزي په دې ولسوالۍ کې د بېړنو پوځي عملياتو غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې که څه هم په دې ولسوالۍ کې موجود سيمه ييز او ملي ځواکونه د وسله والو طالبانو د بريدونو مقابله کولاى شي، خو دلته د امنيتي حالت د ښه کېدو او ملکي وګړو ته د زيان د مخنيوي په موخه عملياتو ته اړتيا ده.
د پنجوايي ولسوال وايي، پر دغې ولسوالۍ بريد د کوټې شورا له خوا تر هغه وروسته طرحه شوى، چې هلته ديني مدرسې رخصت شوې او طالبان يې دلته د جګړې لپاره راولېږل شول.
په تېرو څو ورځو کې له دې ولسوالۍ څخه د ايساف د زرو په شاوخوا کې سرتېري هم وتلي او خپلې پوځي قرارګاوې يې افغان ځواکونو ته پرې ايښې دي.
ولسوال وايي، تلوکان، موشان، سپېروان، زنګ اباد او يو شمېر نورې هغه سيمې دي، چې راغلو وسله والو په کې فعاليتونه پيل کړي دي.
هغه وويل، له همدې امله يواځې له سپېروان کلي څخه د طالبانو د ګواښونو له امله ١٥٠ کورنۍ کډوالې شوې، چې يو شمېر يې په پنجوايي کې د خپلو دوستانو کورونو ته تللې او ځينې نورې يې کندهار ښار ته تللې دي.
د ده په خبره، دغو کورنيو ته طالبانو ګواښ کړى، چى هغوى بايد له سيمو ووځي، ځکه هغوى دلته خپل مرکزونه جوړوي.
ولسوال وويل، چې د سيمې اوسېدونکي په داسې حال کې له سيمو وتلي، چې ان خپل کورونه او څارو يې همداسې خوشې کړي دي.
د کندهار د ولايتي شورا غړى حاجي اغا لالى هم وايي، چې د دې ولسوالۍ په سپېروان سيمه کې يو ځل بيا وسله والو خپل مرکزونه جوړ کړي دي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دلته د طالبانو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره پراخو پوځي عملياتو ته اړتيا ده.
له پنجوايي ولسوالۍ څخه يو ځل بيا په داسې حال کې د وسله والو طالبانو د فعاليتونو، بريدونو خبر ورکول کېږي، چې دلته هوا ګرمه شوې او د مېوو د حاصلاتو وخت دى.
پنجوايي ولسوالۍ د ښار په لوېديځ کې په ٢٥ کيلومترۍ کې پرته ده، چې له ژېړۍ او ميوند سره ګډه پوله لري.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا هم تېره ورځ په يوه ځانګړې امنيتي غونده کې په ولسواليو کې روان امنيتي وضعيت تر زغم وتلى ګڼلى و او امنيتي ځواکونو ته يې سپارښتنه کړې وه، چې هر څه ژر په ټولو ولسواليو کې عمليات پيل کړي.