کندهار (پژواک ٩ غبرګولى ٩٢): د کندهار والي له امنيتي ځواکونو وغوښتل، چې په خپلو ليکو کې د وسله والو مخالفينو د نفوذ مخه ونيسي.
والي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې درې ورځې وړاندې په ارغستان ولسوالۍ کې دوو تنو د يوې امنيتي پوستې اووه پوليس ووژل.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا پرون ناوخته په اونيزه امنيتي غونډه کې وويل، چې د امنيتي ځواکونو قوماندانان او د جلب او جذب مسوولين دې په خپلو ليکو کې د شاملېدونکو وګړو په پېژندلو کې له پوره دقت څخه کار واخلي.
هغه سپارښتنه وکړه، چې امنيتي ځواکونه دې په خپلو منځونو کې همغږي زياته کړي او مخالفينو ته دې دا فرصت نه ورکوي، چې په ليکو کې يې ځاى پيدا کړي.
والي په امنيتي غونډه کې د کندهار د لوى محبس په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې زندانيانو ته دې د روغتيا، خوراک او اوسېدو په برخه کې اسانتياوې زياتې شي.
نوموړي دغه راز د کندهار له نظامي څارنوال څخه غوښتنه وکړه، چې خپلې چارې سمې او ټولو هغو افسرانو او سرتېرو ته دې له قانون سره سمه سزا ورکړي، چې ملي ګټو ته يې زيان اړولى وي.
په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد د روانې اونۍ په اوږدو کې د خپلو فعاليتونو او عملياتو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په ميوند، پنجوايي، ژېړۍ او خاکرېز کې يې د عملياتو پر مهال تر شلو زيات وسله وال طالبان وژلي او تر لسو يې ټپيان کړي دي.
د نوموړي په وينا، په عملياتو کې په نښه کېدونکي ډېر وسله وال هغه کسان دي، چې له ګاونډي پاکستان څخه راغلي او دلته هيڅ بلدتيا نه لري.
هغه وويل، د خپلو عملياتو په لړ کې به د هغو ولسواليو لارې له ماينونو پاکې کړي، چې دا مهال پرې خلک له وېرې تګ راتګ نه شي کولاى.