ژبه

کندهار (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٢): د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا يو غړى د ناپېژانده وسله والو په بريد کې ووژل شو..

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غبرګولي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ژېړۍ ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا غړى ښايسته ګل تېره شپه د کندهار ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د کارېز بازار سيمې په يوه دوکان کې ناپېژانده وسله والو پر ډزو وژلى دى.

نوموړي زياته کړه، ښايسته ګل د ژېړۍ ولسوالۍ د سنځري سيمې اوسېدونکى او د دې ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا غړى و.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه بريد موټرسايکل سپرو وسله والو کړى او تښتېدلي دي، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د ژېړۍ د سنځري سيمې يوه اوسېدونکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ښايسته ګل د خپل زوى په دوکان کې وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، ښايسته ګل د دې ترڅنګ چې د سيمه ييزې شورا غړى و، په ولسي جرګه کې د کندهار د پخواني وژل شوي غړي حبيب الله جان اوښى و.

دى وايي، ښايسته ګل فعال قومي مشر و او په ډېرو دولتي غونډو کې به يې د ګډون تر څنګ ويناوې هم کولې.

د دې پېښې مسووليت تر دې مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.

په تېرو کلونو کې په کندهار کې هدفي وژنې ډېرې زياتې وې، چې په کې په سلګونو قومي مشران، دولتي کارکوونکي او نور وژل شوي، خو په دې وروستيو کې دا کچه راکمه شوې وه..

ورته موضوع