ژبه

د کندهار د اقتصاد رییس له زوی سره په یوه برید کې ټپي شو

کندهار ( پژواک ۲۳ غبرګولی ۹۲ ) : د کندهار ولايت د اقتصاد رئيس محمد رحيم رحيمي له خپل زوى سره يو ځاى په يوه وسله وال بريد کې ټپي شو.

نوموړى، نن د غبرګولي په ۲۳مه، ماښام شا وخوا اته نيمې بجې خپل کور ته روان و، چې د کندهار ښار د دويمې ناحيې اړوند د کارېز بازار په سيمه کې ورباندې بريد وشو.

 

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پېښه تائيدوي او وايي، چې د اقتصاد پر رئيس محمد رحيم رحيمي وسله والو موټرسايکل سپرو ډزې کړې او هغه يې له خپل زوى سره يو ځاى ټپي کړى دى.

 

د نوموړي په وينا، تر پېښې سمدستي وروسته پوليس سيمې ته رسېدلي، د اقتصاد رئيس او د هغه زوى يې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

 

فيصل وايي، بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي، خو پوليسو يې د نيول کېدو هڅې پيل کړې دي.

 

هغه د اقتصاد د رئيس روغتيايي حالت ښه وګاڼه.

 

بل خوا د کندهار د ميرويس روغتون يو نوکريوال ډاکټر وايي، چې د اقتصاد رئيس او د هغه زوى دواړه تر عملياتو لاندې دي او د مګړى د هغوى د روغتيايي حالت په اړه څه نه شي ويلاى.

 

د دې پېښې په اړه تر اوسه کومې ډلې څه نه دي ويلي.

 

په کندهار کې تر اوږدې مودې وروسته دا د خپل ډول لومړنى هدفي بريد دى، چې د ولايت يو چارواکى پکې په نښه کېږي.

 

تر دې وړاندې وسله والو مخالفينو په ګڼو دغه راز بريدونو کې د قومي مشرانو او مخورو په ګډون دولتي کارکوونکي او نور وژلي او يا ټپيان کړي دي.