ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي | غزني کې د زون په کچه د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې
په فارياب کې ځانمرګي بريد ملي اردو ته مرګ ژوبله واړوله

په فارياب کې ځانمرګي بريد ملي اردو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
31 Jul 2013 - 14:11
په فارياب کې ځانمرګي بريد ملي اردو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
31 Jul 2013 - 14:11

 ميمنه ( پژواک ٩ زمرى ٩٢):د فارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې نن له غرمې وروسته دشوي ځانمرګي بريد له امله د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته .

په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو دلومړۍ لوا د قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول جګړن رضا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن غرمه شاوخوا يوه بجه د يوه موټر سايکل سپاره له خوا په المار کې د ملي اردو ټانک ته نږدې تر سره شو .

 هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې د ملي اردو څلور سرتېري ټپيان او ټانک يې ويجاړ شوى دى .

خو د فارياب ولايتي شورا رييس مولوي اسدالله جمالي وايي، چې په دغه ځانمرګي بريد کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى دى . په ورته وخت کې دالمار يوه ځايي چارواکي ،چې دنوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل، چې په بريد کې دملي اردو درې سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د هغه په خبره، په دغه بريد کې دملي امنيت رياست له مهماتو يو ډک موټر هم يوځېدلى دى .

امنيتي چارواکي وايي، چې ټپيان دا مهال دميمنې ملکي روغتون ته دلېږد په حال کې دي او د روغتيايي وضعيت په اړه يې معلومات نه لري .

له بلې خوا بيا جګړن رضا وايي، چې دغه بريد د وسله والو طالبانو له خوا د هغو عملياتو په غچ کې شوى، چې په دوو وروستيو ورځو کې د ملي اردو په مشرۍ دالمار ولسوالۍ په سوېلي کليو کې په بريا سره تر سره شول .

هغه وويل، چې د همدې عملياتو په ترڅ کې نن سهار درې طالبان ووژل شول ، يو شمېر يې نيول شوي او په څو کلونو کې دهغوى شتون پاى ته رسېدلى .

وسله والو طالبانو لا هم په دې اړه څه نه دي  ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.