فیضاباد (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۳): د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، نن یې په دغه ولایت کې د هنر د ودې او فرهنګیانو د هڅونې په موخه د هېواد د یوه هنرمند د نقاشۍ لسګونه اثار د «مخمل خیال» په نوم یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل.

دغه نندارتون د «مخمل خیال» تر نوم لاندې نن د بدخشان ولایت په مرکز فیضاباد ښار کې د یوې ورځې لپاره جوړ شوی و چې لسګونو کسانو ترې لیدنه وکړه.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجنیز ذبیحالله د دغه ډول نندارتونونو جوړولو موخه د فرهنګ او نقاشۍ د هنر وده وبلله او ویې ویل، دغه ریاست له فرهنګیانو او نقاشانو هر اړخیز ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه چې بدخشان د هېواد یو فرهنګي ولایت دی چې ډېر فرهنګیان پکې اوسېږي او له هغوی یې وغوښتل څو خپلې هنري وړتیاوې دغه ریاست ته وروړي او هلته یې د یاد ریاست په نګارستان کې نندارې ته وړاندې کړي.

عزیز سوران هغه هنرمند دی چې هنري اثار یې نن په فیضاباد ښار کې نندارې ته وړاندې شوي وو.

هغه وايي چې د هنري کارونو یوازینی لامل یې له وطن او د افغانستان له خلکو سره مینه ده او هڅه کوي چې خپلو هنري کارونه ته په دوام ورکولو سره د هېوادوالو په شونډو مسکا راولي.

هغه زیاته کړه، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې پر بخمل ۴۷ نقاشي شوي اثار نندارې ته وړاندې شوي او پر بخمل رسامي د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د ده له لوری شوې ده.

هغه له اسلامي امارته غواړي چې فرهنګیانو ته د فرهنګي کارونو له لارې د عوایدو ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.

د بدخشان یوه فرهنګي معراجالدین رحیمي د یاد نندارتون له جوړېدو هرکلي وکړ او ویې ویل، د دغه ډول پروګرامونه کولای شي د فرهنګ ساتنې او د فرهنګي هویت په غني کولو کې ښه اغېز وکړی.

محمدعثمان ابراهیمي له دغه نندارتونه د لیدنې پر مهال وویل چې د ورته پروګرامونو جوړول په حقیقت کې د فرهنګي کارونو ژوندي ساتل او د فرهنګیانو د وړتیاوو پیاوړي کول دي.
هغه له اسلامي امارته وغوښتل څو هنرمندان د خپلو هنرونو پیاوړي کولو او پراخولو ته وهڅوي.
احمدفرزام
خطاب
روح الله
احمدزۍ