ژبه

خوستوالو په جوماتونو کې وژنې جنايت وباله

خوست (پژواک ٦ لړم ٩٢): په خوست کې ديني عالمانو، قومي مشرانو، سپين ږيرو او د مدني ټولنې يو شمېر غړو په افغانستان کې پر اسلامي مقدساتو (جوماتونو) بريدونه او دغه راز په جوماتونو کې د يو چا وژل په کلکه وغندل.

دغه غونډه، د افغانستان د قومونو پيوستون شورا په دفتر کې جوړه شوې وه، چې شاوخوا درې  سوه کسانو په کې ګډون کړی و.

د خوست د علماوو شورا مشر مولوي شاه محمد محمدي غونډې ته په خپلو خبرو کې په جومات کې پر خلکو بريدونه وغندل او دا يې د اسلامي احکامو خلاف عمل وباله.

مولوي شاه محمد، جومات د الله ج د عبادت ځای او د امن کور وباله او له دې څخه يې د جنګ د وسيلې په توګه کار اخيستل، جنګي جنايت ياد کړ.

هغه د اختر په ورځ د لوګر د والي ارسلا جمال وژلو ته په اشارې سره وويل، د اسلامي احکامو له مخې په اخترونو کې د يوه ګناه کار مسلمان وژل څه، چې د غير مسلمان وژنه هم جواز نه لري.

مولوي شاه محمد محمدي په جنګ کې له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه، چې اسلامي مقدساتو ته په درناوي سره په جوماتونو کې د بې ګناه انسانانو له وژلو او ځورولو لاس واخلي.

د خوست د ګربزو يوه قومي مشر حاجي حافظ الله جان غونډې ته په خپلو خبرو کې له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د ملکي او بې ګناه انسانانو د وژنې عاملين دې پيدا او سخته سزا دې ورته ورکړي.

دغه قومي مشر په دې باور دی، چې د وژنو عاملينو ته په سزا ورکولو سره تر ډېره حده پر ملکيانو او په ځانګړي ډول په جوماتونو کې د بريدونو مخنيوی کېدای شي.

حاجي حافظ الله جان همدارنګه له وسله والو طالبانو هم غوښتنه وکړه، چې نور له جنګه لاس واخلي او د سياسي فعاليت له مخې دې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

قومي مشر او سپين ږيري حاجي احمدګل د ملکيانو د وژنې د غندنې په ياده شوې غونډه کې د لوګر د والي ارسلاجمال وژنې ته په اشارې سره وويل، د پښتنو د سر سړي د ځنځيري وژنو په ترڅ کې له منځه ځي.

هغه وويل، تر څو چې د پښتنو تر منځ يووالى رامنځته نه شي او خپلې ستونزې له سوله ييزې لارې حل نه کړي، نو خپل مشران به يو په بل پسې له لاسه ورکړي.

د قومونو د پيوستون شورا په دفتر کې دې غونډې ته يو شمېر نورو قومي مخورو او سپين ږيرو هم ويناوې وکړې او په دغه هېواد کې يې د بې ګناه انسانانو وژل په کلکه وغندل.

د يادې شوې غونډې ګډونوالو د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره د تېر شوي لوی اختر په ورځ د لوګر پر والي ارسلا جمال بريد وغانده او له حکومت څخه يې د دې پېښې د څېړلو غوښتنه وکړه.

په پرېکړه ليک کې  پر ديني مقدساتو حملې د اسلام له نظره حرامې بلل شوې او غوښتنه شوې، چې په دې برخه کې په جنګ کې ښکېلې غاړې خپله توجه زياته کړي.

د يادونې ده، په دې وروستيو درې څلورو مياشتو کې په پکتيکا، خوست، ننګرهار او لوګر کې په جوماتونو کې د والي ارسلاجمال په ګډون پر يو شمېر کسانو بمي او وسله والې حملې شوې دي.

که څه هم وسله والو طالبانو د دغو حملو په اړه څه نه دي ويلي، خو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د دغو بريدونو د غندنې پرمهال ويلي، چې دا ډول بريدونه د حکومت د وسله والو مخالفينو له لوري ترسره کېږي.

ورته موضوع