کابل (پژواک ٣ مرغومى ٩٢): د روسيې د ولسي جرګې مشر د دغه هېواد د يوه پلاوي په مشرۍ، د هيواد له دولتي چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلى دى.
د روسيه غږ راډيو اعلان کړى، چې د روسيې د دولتي دوماى (پارلمان) مشر سرګي ناريشکين، د يوه رسمي سفر په ترڅ کې افغانستان ته نن (د مرغومي ٣مه) سفر کړى دى.
ويل شوي، د افغانستان او روسيې تر منځ اړيکې، چې له دې ډلې يې پارلماني او نړيوالې ستونزې هم شاملې دي، کابل ته د ياد روسيي پلاوي له موخو څخه ګڼل شوې دي.
ناريشکين به په دغه سفر کې له ولسمشر حامدکرزي، د مشرانو جرګې له مشر فضل هادي مسلميار او د ولسي جرګې له مشر عبدالرووف ابراهيمي سره خبرې او ليده کاته وکړي.
ناريشکين د روسيې پارلمان له مشرتابه څخه پرته د پارلماني مجمعې د ټوليز امنيت د تړون سازمان مشرتوب هم پر غاړه لري.
ياد سازمان د پخواني شوروي اتحاد له ځينو غړو تشکيل دى، چې د روسيې په مشرۍ او د سيمه ييزو همکاريو د پياوړتيا په ځانګړي ډول د امنيتي همکاريو په موخه جوړ شوى دى.
افغانستان د روان کال په وروستيو کې، د دغه سازمان د څارونکي غړي په توګه منل شوى دى.
د روسيې د نشه يي توکو له قاچاق سره د مبارزې سازمان نايب رييس ولاديمير کالاندا او د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړى استازى ضمير کابلوف هم، کابل ته د روسيې د پارلمان له مشر سره په دغه پلاوي کې شامل دي.
د روسيې دغه لوړپوړى پلاوى په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې د امنيتي تړون پر سره د افغانستان او امريکا تر منځ خبرې ترينګلې شوې دي.
له دې وړاندې د ټوليز امنيت تړون د سازمان سرمنشي نيکولاى بورديوژا په مسکو کې له افغان خبريالانو سره په يوه ناسته کې ويلي و، چې امريکا او ناټو د افغانستان په اړه په خپلو دندو کې سم رول نه دى تر سره کړى او په دغه هېواد کې د سولې په ټينګښت او امنيت ساتلو کې پاتي راغلي دي.
بورديوژا ويلي و، افغانستان له امريکا سره د تړون د لاسليک او رد حق لري، خو افغانستان بايد ښه ګاونډيتوب هم له ياده ونه باسي او دغه تړون بايد د دغه سازمان د ګټو پر خلاف نه وي.