کابل(پژواک ٣ مرغومي ٩٢): د بدخشان د پامير خلکو له ولسمشر سره په کتنه کې د دې سيمې خلکو ته د تذکرو او رايې د کارتونو د وېش او هلته د پراختيايي پروژو د پلي کيدو غوښتنه وکړه.
ولسمشر حامدکرزي هم يادو کسانو ته ويلي ، چې د پامير د خلکو د ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات و شي.
د ولسمشر د وياند له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ولسمشر حامدکرزي د بدخشان ولایت د پامیر سيمې له یو شمېر مشرانو او د پراختيايي شوراګانو له ريیسانو سره نن غرمه په ارګ کې وکتل.
سرچينه ليکي ، چې په دغه کتنه کې حاجي توردیاخان او سلطان محمد خان د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، د پامير خلکو د سړکونو، روغتیایي خدمتونو او د پوهنې په برخه کې خپلې بنسټيزې ستونزې ولسمشر ته وړاندې کړې او غوښتنه یې وکړه چې دولت دې د بدخشان، په ځانګړې توګه د پامیر پراختيايي پروګرامونو ته پاملرنه وکړي او د دغو پروګرامونو د پلي کولو لپاره دې د کابینې یو غړی د مسوول په توګه وټاکل شي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي ،چې ویناوالو د بدخشان ولایت د پامیر خلکو ته د تابعیت د تذکرو او په انتخاباتوکې د ګډون لپاره د رایې ورکولو د کارتونو پر وېش ټینګار وکړ.
د پامیر مشرانو همدا راز له ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتي، چې د پامیر خلکو ته دې د بیړنیو حالاتو د کمېټې له لارې خوراکي توکي واستول شي او د دغې سیمې ځوانانو ته دې په یو شمېر بهرنیو هېوادونوکې د زده کړې زمینه برابره شي.
د ولسمشر د وياند دفتر ليکي، چې حامدکرزي د پامیر پراختيايي پروګرامونو ته پاملرنه، مهمه وبلله او ډاډ یې څرګند کړ، چې د دغو پروګرامونو د پلي کېدلو لپاره به د کابینې یو غړی د مسوول په توګه وټاکي؛ د سړکونو، روغتیایي خدمتونو او پوهنې په برخه کې د پامیر د خلکو ستونزې او غوښتنې به د کابینې په راتلونکې غونډه کې وڅېړل شي او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره شي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي ، چې په دغه کتنه کې ولسمشر حامد کرزي اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه ، چې د پامیر خلکو ته د تابعیت د تذکرو او په انتخاباتوکې د ګډون لپاره د رایې ورکولو د کارتونو د وېش په برخه کې دې ژر تر ژره اقدام وکړي.
لوى او کوچنى پامير له دې امله چې د بدخشان په واخان ولسوالۍکې ډېرې لوړې سيمې دي ، د نړۍ د بام په نوم ياديږي. واخان له چين او تاجکستان سره پوله لري.