ژبه

بارکزي له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړه

کابل (پژواک ٤ مرغومى ٩٢): محمداکبر بارکزي، د کانونو او پتروليم د وزير په توګه وکولاى شول چې د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي.

د ولسمشر لومړي مرستيال د ليندۍ په ٣٠ پنځه کانديد وزيران او د سترې محکمې عالي شورا لپاره دوه نوماندان ولسي جرګې ته د باور رايې ترلاسه کولو په موخه معرفي کړل.

دې اوو تنو د بارکزي په ګډون نن ولسي جرګې ته خپل پلانونه تشريح کړل او د جرګې غړو پرته له دې چې پوښتنې مطرح کړي، کانديدانو ته يې رايه ورکونه پيل کړه.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ٢٣١ تنو ګډون کړى و او د کانديد چارواکي د بريا لپاره ١١٦موافقو رايو ته اړتيا وه.

د رايې اچونې په پايله کې بارکزي د ١٦٤ موافقو، ٥٣ مخالفو، ٥ باطلو او ٩ سپينو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شول، چې د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي.

بارکزي د اوبو او برېښنا او کانونو وزارت د مرستيال او د بغلان د والي په توګه دندې ترسره کړې دي.

د يادونې ده، حکومت ځکه ياد اوه تنه کانديدان ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستنې په موخه معرفي کړل، چې مخکنيو وزيرانو استعفا کړې او د سترې محکمې د رييس په ګډون د سترې محکمې د عالي شورا د دريو غړو د کار موده پاى ته رسېدلې ده.

خو تر اوسه ولسي جرګې ته د سترې محکمې د رييس په توګه څوک نه دى معرفي شوى.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره کانديد وزير دين محمد مبارز راشدي، د بهرنيو چارو لپاره کانديد وزير ضراراحمد عثماني، د اوبو او برېښنا لپاره کانديد وزير محمد عارف نورزى، د سوداګرۍ او صنايعو لپاره کانديد وزير شاکر کارګر، د کانونو او پتروليم لپاره کانديد وزير محمد اکبر بارکزى او د سترې محکمې د عالي شورا د غړيتوب لپاره کانديدان پوهندوى دين محمد ګران او عبدالقادر عدالتخواه د رايو شمېرنه دا مهال دوام لري.

 د نورو کانديدانو لپاره د رايو شمېرنې پايلې به وروسته خپرې شي.

ورته موضوع