خوست ښار (پژواک ٤ مرغومى ٩٢): د خوست کوچيان وايي، چې دولت د دوی د ستونزو د حل کولو او د اسانتياوو د رامنځته کولو لپاره نه يواځې هېڅ کار نه دی کړی، بلکې د دوی د شته والي پوښتنه يې هم نه ده کړې.
د شمېرو له مخې دغه مهال په خوست ولايت کې څه باندې يو دېرش زره د کوچيانو کورنۍ حساب شوې، چې د دغه ولايت پر مرکز سربېره ځينو نږدې او لرې پرتو ولسواليو کې مېشتې دي.
په ټوليزه توګه د دغه ولايت ټول کوچيان له دولت څخه ګيله من دي او وايي، چې په تېرو يوولسو کلونو کې پر غوښتنو سربېره نه ورته چا کار کړی، نه يې ستونزې اورېدل شوې او نه يې هم چا پوښتنه کړې ده.
دوی وايي، چې نه هم د ښوونځيو ودانۍ ورته جوړې شوې، نه د روغتيايي مرکزونو، نه ورته د اوبو څاه ګان کېندل شوې، نه ورته سربندونه جوړ شوي او نه ورته نورې اسانتياوې رامنځته شوې دي.
روزي خان، چې د کوچيانو د جلال خېلو قبيلې مشر او د خوست په لکڼو کې د کوچيانو د احمداباد د کلي اوسېدونکی دی، پر دولت له دې امله نيوکه کوي، چې ستونزې يې نه دي ورته حل کړې او د دوى غږ يې نه دی اورېدلی.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له لومړي سره بايد د مالدارۍ په برخه کې د مرستو تر څنګ ورته ښوونځي او روغتيايي مرکزونه جوړ شوي وای.
روزي خان وويل، چې د خوست په ټولو ولسواليو او کليو کې د ملي پيوستون پروژې تطبيق شوې، خو د دوی په کلي کې د ملي پيوستون هېڅ پروژه نه ده تطبيق شوې او حتی يوه څاه هم نه ده ورته کيندل شوې.
هغه زياته کړه: ((له موږ سره چې ژمنې شوې دي، هغه دروغ وې، کوم کومکونه چې راغلي دي، هغه شخصي جيبونو ته تللي دي.))
د کوچيانو د جلال خېلو قبيلې دغه مشر وايي، چې که دولت ورسره مرسته ونه کړي او د ملي پيوستون د پروژو تر څنګ ځينې نورې پروژې ورته عملي نه شي، نو له زياتو ستونزو سره مخ کېدونکي دي.
کوچيان اوس مهال په خوست کې د ټول ولايت په کچه يواځې په مرکز کې دوه فعال ښوونځي لري، خو دوی وايي، چې دولت دې د دغه ولايت په يو شمېر لرې پرتو سيمو کې هم د دوی لپاره ښوونځي جوړ کړي.
کوچی مروت، چې د کوچيانو د سليمانخېلو قبيلې مشر دی، پژواک اژانس ته وويل، چې بې حده زياتې غوښتنې يې کړې دي، خو هيچا يې هم غږ نه دی اورېدلی.
هغه زياته کړه، چې د ملي پيوستون د پروژو لپاره يې د کليو پراختيا رياست او همدارنګه د نورو ستونزو د حل لپاره يې ځينو نورو ادارو ته وړانديزونه کړي، خو پرته له ژمنې يې بله هېڅ پايله نه ده لرلې.
نوموړی وايي، چې د څاه ګانو کېندل، د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو جوړول او د ځينو نورو ستونزو حل کول د دوی بنسټېزې غوښتنې دي.
د نوموړي وويل: ((دا دويم کال دی، چې موږ لګيا يو، عريضې کوو، لېستونه جوړوو، خو موږ ته هېڅ شی نه دي راکړل شوي. يوه څاه هم نه ده کيندل شوې، کلينيک نشته، مکتب او ويالې نه دي جوړې شوې.))
مروت له مرکزي دولته غوښتنه کوي، چې کوچيانو ته دې خپل حقونه ورکړي او هغه ستونزې، چې کوچيان ورسره لاس او ګرېوان دي، ورحل کړي.
مرخان کوچى، چې په خوست کې د کوچيانو يو سپين ږيری او په دغه ولايت کې د کوچيانو د شورا غړی دی وايي، چې له دولته سخت ګيله من دي، ځکه چې دوی د افغانستان په خلکو کې نه حسابوي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د امريکا له راتګ مخکنيو حکومتونو هم ورسره مرسته نه ده کړې، خو له کله راهيسې، چې امريکا افغانستان ته راغلې، هېڅ مرسته نه ده ورسره شوې.
هغه زياتوي: ((غوښتنې مو ډېرې کړې دي، دلته موږ د څلرويشتو قومونو مشران ناست يو، له تېر کال راهيسې موږ ته د هر کور پر سر اته کيلو کونجره رسېدلې او نور مو هېڅ شی نه دي ترلاسه کړي.))
کوچی مرخان وايي، چې تر ټولو ډېر د مالدارۍ په برخه کې مرستې ته اړتيا لري او وايي، چې دولت ورسره په دې برخه کې مرسته ونه کړي، نو مالدارۍ ته پراختيا نه شي ورکولی.
نوموړی غوښتنه کوي، چې دولت دې د دوی ستونزې په غور سره واوري او پوره دې کړي.
حاجي ګل مرجان کوچی، چې په خوست کې د کوچيانو د شورا مشر دی، له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، ډېر ځله يې له ولايتي چارواکو او له وزيرانو سره د کوچيانو ستونزې شريکې کړې دي، خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.
ګل مرجان کوچی وايي، چې يواځې د کاغذ پر مخ ورسره ژمنې شوې، خو عملي بڼه يې نه ده خپله کړې.
د هغه په وينا، د اوس لپاره کوچيانو ته د ملي پيوستون د پروګرام له مخې يوازې د اوو ژورو څاه ګانو کېندل منظور شوي، خو دا د دوی لپاره کفايت نه کوي.
نوموړی وايي، چې د مالدارۍ تر څنګ ډېره اړتيا د ملي پيوستون پروژو ته لري او له مرکزي دولت څخه غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې خپله پاملرنه زياته کړي.
په خوست کې د کوچيانو د چارو رييس حبيب الله منګل وايي، چې د کوچيانو ټولې غوښتنې يې ټولو مسوولو چارواکو ته رسولې او تر يوه حده هيله من دي، چې ورته مثبت ځواب هم وويل شي.
هغه زياتوي، چې په روان کال کې په خوست کې د کوچيانو لپاره د لسو ښوونځيو جوړول منظور او پلان شوي وو، خو تر اوسه پرې عملي کار ندی شروع شوی.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((د پوهنې د رياست له لوري داسې ژمنه شوې ده، چې لس ښوونځي به کوچيانو ته په مرکز او ولسواليو کې جوړېږي، خو تر اوسه يې څرک نه دی لګېدلی.))
هغه په دې اړه زياته کړه: ((د کوچيانو د شورا زياتره غوښتنې دا دي، چې موږ ته تعليمي او روغتيايي مرکزونه جوړ کړي. موږ دلته يو متوسطه مکتب او د هغې لپاره يوه ليليه لرو، چې چاردېوالي يې تر اوسه هم نه ده جوړه شوې. د پوهنې رياست که له موږ سره د مکتبونو د جوړولو او د هغوی لپاره د اکمال توجه زياته کړي، نو د کوچيانو لپاره به د زده کړو په برخه کې ښه والی رامنځته شي.))
نوموړي وويل، دوی هڅه کوي، چې بيا هم د کوچيانو شته ستونزې د مسوولو چارواکو تر غوږونو ورسوي، تر څو وکولای شي، تر ډېره بريده ورته حل پيدا او اسانتياوې ورته برابرې کړي.
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل، چې په دغه ولايت کې يې د کوچيانو د ستونزو د حل کولو لپاره پوره هڅې کړې دي.
نوموړی وايي، يوه ستونزه، چې د کوچيانو لپاره يې د پروژو مخه ډب کړې ده، هغه د ملکيتونو پر سر له ځايي خلکو سره دعوې دي.
هغه زياته کړه، چې کوچيان د خوست په زياتره سيمو کې له ځايي خلکو سره د ځمکو د ملکيت پر سر دعوې لري، چې له همدې امله نه شي کولای په لانجمنه ځمکه کې د بيارغونې پروژې تطبيق کړي.
ځدراڼ وويل، چې دوی بيا هم هڅې کوي، چې د کوچيانو ستونزو ته رسېده ګي وکړي او په يو شمېر برخو کې ورته اسانتياوې برابرې کړي.
کوچيان د ټولنې هغه برخه ده، چې تر ټولو دوی له اسانتياوو او پرمختګو بې برخې دي. په نورو برخو سربېره له دې کبله، چې کوچيان په يوه ځای کې مېشت نه دي، تر نوي سلنه زيات ماشومان يې د ليک او لوست څخه هم بې برخې دي.