ژبه

د پل علم چاودنې ٦ تنه وژلي او ١٣ نور ژوبل دي

پل علم-جلال اباد (پژواک ٤ مرغومى ٩٢): د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې د يوې چاودنې له امله څلور ملکي وګړي او دوه پوليس وژل شوي او١٣ ملکيان ټپيان دي.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حکيم اسحاقزي د مرغومي په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه نيمې بجې د سرې مياشتې رياست په سل مترۍ کې د يوه دوکان مخې ته وشوه.

هغه زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي پر يوه بايسکل ځاى پر ځاى شوي وو.

دى وايي، چې په دې چاودنه کې څلور ملکي وګړي او دوه پوليس وژل شوي او ١٣ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د اسحاقزي په وينا، ټپيان روغتون ته وړل شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

د لوګر د ملکي روغتون رييس ډاکټر عاشق الله پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته د پېښې له سيمې څلور مړي او ١٣ ټپيان ور وړل شوي چې ټول ملکي وګړي دي.

هغه زياته کړه، چې په ټپيانو کې د دوو روغتيايي حالت ښه نه و او کابل ته يې لېـږدولي دي.

په سيمه کې د عبدالله په نوم يوه هټۍ وال پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه ډېره زوروره وه او کېداى شي د مرګ ژوبلې شمېر نور زيات شي.

هغه زياته کړه، چې د چاودنې له امله د نږدې دفترونو، مارکېټونو، دوکانونو او کورونو ښيښې ماتې شوې دي.

عبدالله وويل، چې تر چاودنې وروسته سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده کړه.

تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د چاودنې له امله دريو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اچين ولسوال سيد رحمان مومند پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه نن له غرمې مخکې د اچين او سپين غر ولسواليو تر منځ سيمه جنجال کې د ملکي وګړو پر يوه موتر شوې ده.

دى وايي، چې په چاودنه کې يو تن وژل شوى او دوه نور سخت ټپيان دي.

په دې وروستيو کې ډېرى وخت دا ډول چاودنې د اچين د دواړو قومونو تر منځ د غچ اخيستنې په موخه ترسره کېږي.

د غني خېلو روغتون امر ډاکتر ګل رحمان وايي، چې د پېښې له سيمې ورته دوه تنه په ټپي حالت کې ور وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.

ورته موضوع