کابل(پژواک٤مرغومى٩٢) : محمد عارف نورزي ، د اوبو او برېښنا د وزير په توګه وکولاى شول چې د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي .
د ولسمشر لومړي مرستيال د ليندۍ په ٣٠ پنځه کانديد وزيران او د سترې محکمې عالي شورا لپاره دوه تنه نوماندان ولسي جرګې ته د باور رايې تر لاسه کولو په موخه معرفي کړل .
دې اوتنو د نورزي په ګډون نن ولسي جرګې ته خپل پلانونه تشريح کړل او د جرګې غړيو پرته له دې چې پوښتنې مطرح کړي ، کانديدانو ته يي رايه ورکونه پيل کړه .
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ٢٣١ تنو ګډون کړى وو او د کانديد چارواکي د بريا لپاره ١١٦ موافقو رايو ته اړتيا وه .
د راى اچونې په پايله کې نورزی د ١٧٧ موافقو ٤٠ مخالفو ٣ باطلو او ١٢ سپينو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شول ، چې د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي .
نورزي تر دې وړاندې د سرحدونو او قبايلو د وزير ، دولسمشر د سلاکار او ولسي جرګې د غړي په توګه دنده تر سره کوله .
تر دې مخکې محمد اکبر بارکزى د کانونو او پتروليم د وزير ، ضرار احمد عثماني د بهرنيو چارو د وزير او دين محمد مبارز راشدي له نشه يي توکيو سره د مبارزې د وزير په توګه د ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړه.
د سوداګرۍ او صنايعو لپاره کانديد وزير شاکر کارګر او د سترې محکمې د عالي شورا د غړيتوب لپاره کانديدان پوهندوى دين محمد ګران او عبدالقادر عدالتخواه د رايو شمېرنه دا مهال دوام لري.
د نورو کانديدانو لپاره د رايو شمېرنې پايلې به وروسته خپرې شي.
د يادونې وړ ده ، چې حکومت ځکه ياد شوى اوه تنه کانديدان ولسي جرګې ته د باور راى اخستنې په موخه معرفي کړل ، چې مخکنيو وزيرانو استعفا کړې او د سترې محکمې د رئيس په ګډون د سترې محکمې د عالي شورا د دريو غړيو د کار موده پاې ته رسيدلى ده .
خو تر اوسه ولسي جرګې ته د سترې محکمې د رئيس په توګه څوک نه دى معرفي شوى .