کابل (پژواک ٤ مرغومى ٩٢): په کابل ښار کې د يوې چاودنې له امله څلور پوليس ټپيان شوي دي.
دا چاودنه نن (د مرغومي څلورمه) سهار شاوخوا اوه نيمې بجې د شپاړسمې ناحيې اړوند د مرنجان په تپه کې شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يو راکټ او يو ماين د مرنجان په تپه کې ځاى پر ځاى شوي وو.
هغه زياته کړه، چې پوليسو د کشفي راپورونو پر اساس دغه توکي کشف او کله چې يې نن سهار د شنډولو هڅه کوله، نو پرې وچاودېد.
صديقي وويل، چې په دې چاودنه کې څلور پوليس ټپيان او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې څه ونه ويل.
د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، چې دغه راکټ او ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوي وو.
د کابل امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ظاهر هم چاودنه تاييد کړه او ويې ويل، چې له دې پرته يو بل راکټ هم شنډ کړى او په تړاو يې يو تن نيولى دى.
د ايساف ځـواکونو مطبوعاتي دفتر هم په کابل کې چاودنې تاييدوي، خو زياتوي چې په دې اړه به نور معلومات وروسته ورکړي.
د شپاړسمې ناحيې د قلعه زمان خان سيمې يوه اوسېدونکي شکرالله پژواک ته وويل، چې دوى نن سهار د چاودنې غږ اورېدلى، خو له مرګ ژوبلې خبر نه دي.