کابل-دويم تقعيب (پژواک ٤ مرغومى ٩٢): په کابل کې د امريکا پر سفارت دوه راکټونه لګېدلي او د سفارت چارواکي وايي چې دا پېښه مرګ ژوبله نه لري.
په کابل کې د امريکا سفارت نن له غرمې وروسته پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه، چې دغه دوه راکټونه نن سهار په شپږ بجې او څلويښت دقيقې د دغه سفارت په انګړ کې لګېدلي دي.
سرچينې زياته کړه، چې په دې پېښه کې هېڅ کوم امريکايى نه دى زيانمن شوى او په اړه يې پلټنې دوام لري.
تر دې وړاندې د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، چې يو راکټ او يو ماين د مرنجان په تپه کې ځاى پر ځاى شوي وو.
هغه زياته کړه، چې پوليسو د کشفي راپورونو پر اساس دغه توکي کشف او کله چې يې نن سهار د شنډولو هڅه کوله، نو پرې وچاودېد.
صديقي زياته کړه، چې په دې چاودنه کې څلور پوليس چې د پېښې ځاى ته ورغلي وو، ټپيان شوي دي
د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، چې دغه راکټ او ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوي وو، چې په اړه يې پلټې دوام لري.
د کابل امنيه قوماندان جنرال ظاهر هم چاودنه تاييد کړې او ويې ويل چې يو بل چمتو شوى راکټ د پېښې په ځاى کې امنيتي ځواکونو شنډ کړى او په تړاو يې يو کس نيولى دى.
د شپاړسمې ناحيې د قلعه زمان خان سيمې يوه اوسېدونکي شکرالله پژواک ته وويل، چې دوى نن سهار د چاودنې غږ اورېدلى، خو له مرګ ژوبلې خبر نه دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې نن سهار يې څلور راکټونه په کابل ښار کې د امريکا د سفارت او ناټو قوماندنۍ په لور توغولي، چې په هدف لګيدلي او سفارت ته يې ګڼ زيانونه اړولي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته په استول شوي برېښناليک کې ويلي چې په دې پېښه کې يې د سفارت کارکوونکو ته مرګ ژوبله اړولې، خو کره شمېره يې لا نه ده څرګنده.
هغه وايي چې يو شمېر اربکيان، د راکټ د فير ځاى ته راغلل، چې ورباندې چاودنه وشوه او څلور و کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.