ژبه

 خوست-اسعداباد-ترينکوټ (پژواک ٤ مرغومى ٩٢): په خوست ولايت کې چاودنې له امله د ملي اردو دريو سرتېرو ته  او  په ارزګان کې دري ملکي وګړو ته مرګ  ژوبله اوښتې ده.

د خوست ولايت د مقام له خوا د مرغومي په ٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د خوست-ګردېز پر لويه لاره د دوه منده ولسوالۍ اړوند ساحه کې د ملي اردو پر يوه موټر چاودنه شوې ده.

سرچينې زياته کړې، په دې چاودنه کې يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور تپيان شوي، چې روغتون ته ولېږدول شول.

د خوست ولايت مقام دغه چاودنه غندلې ده.

همدا راز  په وارزګان  ولايت کې دماين په چاودنه کې دري ملکي وګړو ته مرګ  ژوبله اوښتې ده.

د اروزګان  دامنيه قوماندانۍ دامنيت امر سمونمل محمد اسلم د مرغومي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخو پر لسو بجو داروزګان د هراود ولسوالۍ د قزل شاه په سيمه کې  د ملکي وګړو د سپرليو پر موټر دماين چاودنه شوې ده.

نوموړي زياته کړه ، په دغه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او يوه ميرمن ټپي شوې ده.

د اروزګان دعاميې روغتيا رييس خان اغا مياخيل پژواک ته وويل، چې دوې ته له دغه پيښې څخه دوه جسدونه او يوه ميرمن په ټپي حالات کې وروړل شوې ده.

مياخيل زياته کړه ، چې د ټپي شوې ميرمنې روغتيايې حالات د انديښنې وړ دى .

ديادي پيښو مسوولت تردې مهاله کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دې اخيستى .

د يو بل خبر له مخې، په کونړ ولايت کې د يوې چاودنې له امله د يوه ښوونځي سر ښوونکى او يو سيمه ييز پوليس ټپي شوى دى.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال ارکانحرب عبدالحبيب سيدخېل پژواک اژانس ته وويل، چې دا چاودنه پرون د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د بهراباد په سيمه کې شوې ده.

سرچينې زياته کړه، چې په دې پېښه کې ټپي شوى سر ښوونکى او پوليس روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کونړ د پوهنې رييس سيد جمال الدين حسني پژواک اژانس ته وويل، چې ټپي سر ښوونکى د نجونو په يوه منځني ښوونځي کې دنده لرله.

وسله والو طالبانو د دې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې چاودنه کې ګڼ شمېر سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.