ژبه

کارګر له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړه

کابل(پژواک٤مرغومى٩٢) : محمد شاکر کارګر ، د سوداګرۍ او صنايعو د وزير په توګه وکولاى شول چې د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي .

د ولسمشر لومړي مرستيال د ليندۍ په ٣٠ پنځه کانديد وزيران او د سترې محکمې عالي شورا لپاره دوه تنه نوماندان ولسي جرګې ته د باور رايې تر لاسه کولو په موخه معرفي کړل .

دې اوتنو د کارګر په ګډون نن ولسي جرګې ته خپل پلانونه تشريح کړل او د جرګې غړيو پرته له دې چې پوښتنې مطرح کړي ، کانديدانو ته يي رايه ورکونه پيل کړه .

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ٢٣١ تنو ګډون کړى وو او د کانديد چارواکي  د بريا لپاره ١١٦ موافقو رايو ته اړتيا وه .

د راى اچونې په پايله کې راشدي د ١٦٣ موافقو ٣٩ مخالفو ٦ باطلو او ٢٢ سپينو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شول ، چې د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي .

کارګر تر دې وړاندې د اوبو او برېښنا د وزير ، د ولسي جرګې د غړي او په اذربايجان کې د افغانستان د سفير په توګه  دنده تر سره کوله .

 تر دې مخکې محمد عارف نورزي د اوبو او برېښنا د وزير،  محمد اکبر بارکزى د کانونو او پتروليم د وزير ، ضرار احمد عثماني د بهرنيو چارو د وزير او دين محمد مبارز راشدي له نشه يي توکيو سره د مبارزې د وزير په توګه د ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړه.

د سترې محکمې د عالي شورا د غړيتوب لپاره کانديدان پوهندوى دين محمد ګران او عبدالقادر عدالتخواه د رايو شمېرنه دا مهال دوام لري.

د يادونې وړ ده ، چې حکومت ځکه ياد شوى اوه تنه کانديدان ولسي جرګې ته د باور راى اخستنې په موخه معرفي کړل ، چې مخکنيو وزيرانو استعفا کړې او د سترې محکمې د رئيس په ګډون د سترې محکمې د عالي شورا  د دريو غړيو د کار موده پاې ته رسيدلى ده .

خو تر اوسه ولسي جرګې ته د سترې محکمې د رئيس په توګه څوک نه دى معرفي شوى .

ورته موضوع