اسلام اباد (پژواک ٥ مرغومى ٩٢): د پاکستان د حکومت د ملي امنيت سلاکار وايي، چې په افغانستان کې د هېڅ کومې ځانګړې ډلې ملاتړ نه کوي.
نوموړي دغه څرګندونې نن په اسلام اباد کې د قومي امن په اړه ترسره شوې غونډه کې وکړې.
د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز وويل، دوى په افغانستان کې امن غواړي او د بهرنيو ځواکونو تر وتو وروسته په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې خطر نشته.
د هغه په خبره، که په افغانستان کې نا امني رامنځ ته کېږي، نو دا په خپله د پاکستان لپاره لوى ګواښ دى.
سرتاج عزيز زياته کړه، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتو وروسته به له امريکا سره په اړيکو کې له سره کتنه کوي.
نوموړى په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د افغانستان حکومت په ځلونو ويلي، چې د وسله والو مخالفينو پټنځايونه په پاکستان کې دي او له هماغه ځايه خپل فعاليتونه تنظيموي.