ژبه

کابل ښار (پژواک ٥ مرغومى ٩٢): تېره شپه د کابل ښار د بريکوټ سينما شا ته دوه مړي موندل شوي دي.

د کابل امنيه قوماندانۍ  په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې مړي د يوې ښځې او نارينه دي، چې په مرموز ډول په نامعلوم ځاى کې وژل شوي دي.

  د سرچينې د معلوماتو له مخې، پوليسو دواړه مړي چې په بوجيو کې اچول شوي وو، عدلي طب ته لېږدولي دي.

  په خبرپاڼه کې راغلي: “تر اوسه د وژل شوو کسانو هويت او  د وژنې لامل نه دى تثبت شوى، خو تر دې وړاندې ډېرى دا ډول پېښې د اخلاقي فساد له امله رامنځته شوې دي.”

د کابل  امنيه قومانداني ليکي چې د دې پېښې په تړاو يې تر اوسه څوک نه دي نيولي، خو په اړه يې پلټې روانې دي.

 

ورته موضوع