ژبه

د کابل په ځانمرګي بريد کې درې د ايساف سرتېري وژل شوي او ٩ ملکيان ټپيان دي

درېيم تعقيب: کابل (پژواک ٦ مرغومى ٩٢): د کابل ښار په نهمه حوزه کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان موټر بم ځانمرګي بريد کې درې د ايساف سرتېري وژل شوي او نهه عام وګړي ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، يو کرولا موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و، ځانمرګي بريدګر ياد موټر ته د ګلوبل کمپنۍ په مخکې چاودنه ورکړه.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده پېښه نن ماسپښين په شاوخوا يوه بجه د کابل – جلال اباد پر لاره د سرک نو په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو يوې قرارګاه او ګمرک ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې نهه عام وګړي ټپيان دي، چې روغتون ته لېږول شوي دي.

د هغه په وينا، په بريد کې بهرنيو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه تردې دمه معلومات په لاس کې نه لري؛ د هغوى يو موټر هم ويجاړ شوى دى.

خو د ايساف له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل په نننۍ پېښه کې د دوى درې ځواکونه وژل شوي دي.

سرچينې د يادو کسانو هويت نه دى څرګند کړى.

خو وسله والو طالبانو د دې پېښې د مسوليت د منلو ترڅنګ ويلي، چې په دې بريد کې

١٢ بهرنيان وژلي، ګڼ شمېر يې ټپيان کړي او ٤ کروزين موټر يې ويجاړ کړي دي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد، پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دا بريد د دوى د يوه ملګري حبيب الرحمن کندوزي له لوري ترسره شوى دى.

ورته موضوع