ميمنه (پژواک ٧ مرغومى ٩٢): د فارياب ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې، چې په ارامه فضا کې د ټاکنيز کمپاين د ترسره کولو په موخه په لاره اچول شوي، په ترڅ کې يې نهو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او ١٢ کلي د وسله والو له شتون څخه چاڼ شوي دي.
په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا وياند جګړن محمدرضا رضا وايي، دغه عمليات اوه ورځې وړاندې پيل شوي او اوسمهال پاى ته رسېدلي دي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ملي اردو، ملي او سرحدي پوليسو د ګډو عملياتو په ترڅ کې شپږ وسله وال وژل شوي، درې ټپيان دي او د پښتونکوټ ولسوالۍ د عطا خان خواجه په سيمه کې ١٢ کلي د مخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي.
د جګړن رضا په وينا، د طالبانو دوه پټنځايونه هم له منځه وړل شوي او د يادو عملياتو په ترڅ کې يې يوازې د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شوي دي.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په ځوابي عملياتو کې يې د ملي اردو څلور سرتېري وژلي او د هغوى ټانک يې له منځه وړى او دغه راز يې له امنيتي ځواکونو څخه درې پوستې هم نيولې دي.
په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا وياند دغه ادعا رد کړه او وايي: “موږ دغه عمليات، چې موخه يې د ټاکنيزو کمپاينونو لپاره د زمينې برابرولو او د پنځو ملي او سرحدي پوستو د جوړولو په موخه په لاره اچولي، بريالي ترسره کړي دي.”
د فارياب د مدني ټولنې شبکې يو غړى محمدکاظم اميني وايي، چې په دې وروستيو کې د دې شبکې غړو په ميمنه کې د ملګرو ملتونو د سياسي همکارۍ د دفتر (يوناما) له مرستيال سره په ناسته کې پر امنيتي حالاتو اندېښنه څرګنده کړې او وايي، که امنيت ټينګ نه شي نو کوم کانديد به د کمپاين جرئت ونه کړي او هېڅوک به د رايې ورکونې په موخه د رايې صندوقونو ته ولاړ نه شي.
د ولسمشرۍ کانديدانو ټاکنيزې مبارزې به د سلواغې په ١٣مه او د ولايتي شوراګانو به د کب په ١٣مه پيل شي. د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې به د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
له دې وړاندې په المار ولسوالۍ کې هم ورته عمليات ترسره شوي وو، چې د سيمې د خلکو په وينا، کومې مثبتې پايلې يې نه درلودې او وسله والو مخالفينو يو ځل بيا دغې سيمې ته مخه کړې ده.
خو په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا وياند وايي، عمليات په بېلابېلو سيمو کې روان دي او امنيتي ځواکونه به د راتلونکي کال ټاکنيزو کمپاينونو د پيل لپاره د دغه ولايت په ټولو سيمو کې امنيت ټينګ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په المار ولسوالۍ کې د جمهوري رياست د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسه، د ټاکنو کمېسيون د څلورو کار کوونکو په تښتولو سره نه ده ترسره شوې.