ژبه

په خوست ښار کې دوو چاودنو درې پوليس ټپيان کړل

خوست ښار ( پژواک ٧ مرغومى ٩٢ ) : په خوست ښار کې دوو چاودنو درې پوليس ټپيان کړي دي.

د خوست ښار يوه اوسېدونکي عبدالرووف د مرغومي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا چاودنې نن تر غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو بجو وشوې.

هغه زياته کړه ، چې چاودنې د خوست ښار په منځ کې  سرګردان  څلور لاري کې شوې دي.

نوموړى وايي، تر لومړۍ چاودنې وروسته، کله چې پوليس  سيمې ته ورسېدل، نو بله چاودنه هم وشوه، چې له امله يې يو شمېر پوليس ټپيان شول.

د خوست د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد يعقوب چاودنې تاييدوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات ورنکړل.

خو په خوست ښار ک د ببري ګل په نامه ديوه خصوصي روغتون کارکوونکي ډاکټر مالک نور پژواک اژانس ته وويل ،چې دوى ته د چاودنې له ځاى څخه درې ټپي پوليس راوړل شوي دي.

هغه د ټپي پوليسو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

عيني شاهدان وايي، چې دويمه  چاودنه ديوه دوکان پر سر د اېښودل شويو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته موضوع