ژبه

بغلان کې درې غله ووژل شول

  پلخمري (پژواک ٨ مرغومى ٩٢): دبغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو درې تورن غله ووژل شول.
  دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې ياد غله تېره شپه د کندوز- پلخمري پر لويه لاره د پوليسو په يوه کمين کې وژل شوي دي.

 هغه زياته کړه، چې دغو غلو د موټرو درولو او مسافرينو دمال لوټولو قصد درلود او له دې مخکې هم پر ياده لويه لاره په وسله والو غلاوو کې ښکيل وو.

 امرخېل زياته کړه، چې په وژل شوو کسانو کې د هغوى ډلمشر نثار احمد هم شامل دى.

 د عبدالخالق په نامه يوه مسافر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوه اونۍ مخکې همدغو غلو ددوى کرولا موټر درولى و اود ټوپک په زور يې ور څخه مال، پيسې او موبايلونهاخيستي وو.

  هغه زياته کړه، چې دوى پوليسو ته شکايت وکړ او همدا و چې دهغوي درې تنه له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول، چې له دې وروسته به غله د مسافرينو دمالونو دلوټ جرئت ونکړي.

 ويل کيږي، چې دوه مياشتې مخکې هم دمسافرينو يو کرولا موټر د کندوز- پلخمري پر لويه لاره غلو ته ونه درېد، هغوى پري ډزې وکړې، چې په ترڅ کې يې يوه ښځه او دوه ماشومان ووژل شول.

ورته موضوع