ژبه

کابل (پژواک ٨ مرغومى ٩٢): د فوايدعامې وزارت وايي ، چې د اورګاډي پټلۍ د غړيتوب په اخيستو سره د هېواد صادرات زياتيږي او افغانستان به بيا د واګونونو په وسيله خپل ټول مالونه د نړۍ نورو هېوادونو ته لېږدولى شي.

د فوايدعامې وزير نجيب الله اوژن نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې اوسمهال افغانستان د کوډ په نه درلودلو سره خپل مالونه د اورګاډي په وسيله له يو ځاى څخه بل ځاى ته نه شي لېږدولى، خو له دې وروسته افغانستان ته يو کوډ ورکول کېږي، چې له افغانستان سره نورو هېوادونو ته د مالونو د لېږد په برخه کې ډېره مرسته کوي.

د افغانستان د اورګاډي ادارې، د اورګاډي پټلۍ نړيوالې ټولنې غړيتوب د دغې ټولنې په ٨٣ مه عمومي غونډه کې د فرانسې پلازمېنه د پاريس په ښار کې د روان کال د ډسمبر په ١٢ مه تر لاسه کړ.

اوژن زياته کړه، چې دغه ټولنه به د پرسونل سمبالښت او پرمختګ تر څنګ د نورو هېوادونو پام هم دې ته راوګرځي، چې له افغانستان سره د اورګاډي ګډه پټلۍ ولري.

هغه د اورګاډي پټلۍ په نړيواله ټولنه کې د افغانستان د غړيتوب تر لاسه کول د دغې ادارې هڅې وبللې او زياته يې کړه، چې دغه ټولنه په ټوله نړۍ کې  دوه سوه غړي لري او موخه يې د دغې ټولنې د غړو ملاتړ تر لاسه کول او په نړيواله کچه د اورګاډي پټلۍ پرمختګ وباله.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان پنځه کاله وړاندې د کريک سازمان غړيتوب هم تر لاسه کړى او دغه سازمان غواړي، چې د سوېلي او مرکزي اسيا هېوادونه له يو بل سره د اورګاډي پټلۍ په وسيله سره ونښلوي.

 د فوايدعامې وزارت وايي، چې تر دې مهاله يې د ازبکستان په سرحد کې د حيرتانو له بندر څخه تر مزارشريف ښار پورې ٧٥ کيلومتره پټلۍ بشپړه شوې او د اورګاډي ١٢٤ کيلومتره نوره پټلۍ له ايران سره په پوله د اسلام کلا سوداګريز بندر، چې د هرات ښار پر لوري غځېدلى، د جوړېدو په حال کې دى.

 

ورته موضوع