لښکرګاه (پژواک ٨ مرغومى٩٢):د هلمند د ترانسپورټ رياست چارواکي وايي، چې د امنيت د ټينګښت او اداري جوړښت له امله يې د تېرکال په پرتله په عوايدو کې ٤٤ سلنه زياتوالى راغلى دى.
ددې ولايت د ترانسپورټ ريېس حاجي عبدالغفور توخي دمرغومي په ٨ مه پژواک اژانس ته وويل ، چې تېر کال يې عوايد د ١٧ ميليونه افغانيو په شاوخوا کې وو، خوسږ کال دغه کچه ٢٤ اعشاريه پنځه ميليونه افغانيو ته پورته شوې ده.
نوموړي زياته کړه،چې د عوايدو د ډيروالي لامل له يوې خوا د مسلکي مامورينو په دندو ګومارل دي او ترڅنګ يې دپخوا په پرتله په چارو کې لاسوهنه هم کمه شوې ده.
دى وايي ، چې دغه راز په ولسواليو او سيمه کې د امنيت ټينګښت هم ددوى د عوايدو په زياتېدو کې ښه اغېزه کړې ده.
د توخي په خبره، اوس مهال په هغو ولسواليو کې، چې د ادارې واک يې له دولت سره دى ، هلته د ترانسپورټ څانګې فعاله دي او په هغه ولسواليو کې، چې ادارې پکې نشته، دوى هم هلته څانګې نه دي پرانيستلي.
د هلمند د ترانسپورټ رييس وويل ، چې اوس هم ځينې ستونزې لري ، له يوې خوا لا په ځينو سيموکې دنا امنيو له امله يې د کارونو پر وړاندې خنډونه شته او له بلې خوا ددوى د تشکيل د لږ والي له مخي پر وخت او سم عوايد نه شي راټولولى.
توخي زياته کړه ، دوى ١٥ تنه مامورين لري ، چې ددې ولايت د اداري جوړښت له مخې ډېر کم دى، چې له همدې امله يې له وزارت څخه دتشکيل زيات والي غوښتنه کړې او څلور تنه به نور هم د ازادو سياليو له لارې په دوندو وګومارل شي.
د ناوې ولسوالۍ يوتن موټر چلوونکى مير احمد وايي ، چې اوس هم دترانسپورټ رياست عوايد کم دي، ځکه امنيت ښه شوى ، د لرې اونږدې ولسواليو کرنيز محصولات لښکرګاه ته ليږدول کيږي.
دده په خبره ، چې لارې سمې شوې دي ، موټر چلوونکي او يا هم کرنده ګر، چې کله يوې او بلې خواته توکي وړي د ماليې په ورکړه کې د پخوا په پرتله اوس د پام وړ ستونزې نه لري.
د يادلوده، چې هلمندد ګاونډيو ولايتونوکندهار،فراه،نيمروز او اروزګان ترڅنګ له پاکستان سره هم اوږده پوله لري.