ګردېز (پژواک ٨ مرغومى ٩٢): د پکتيا ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د ټاکنو له بهير سره د خلکو او بېلابېلو بنسټونو همکاري زياته شوې او په دې برخه کې زيات پرمختګونه شوي دي.
دغه خبرې د يادکمېسيون د عامه پوهاوي مدير شېرعلي فيضي د مرغومي په ٨مه د ټاکنو د عامه پوهاوي لپاره په يوه جوړه شوې غونډې کې وکړې.
ياده غونډه د ګردېز ښار د ښاروالۍ په تالار کې د (frd) يا د بېړنيو مرستو د رسولو ادارې له خوا جوړه شوې وه، چې شاوخوا څلور سوه ځوانانو او نجونو په کې برخه اخيستې وه.
په غونډه کې په پکتيا ولايت کې د ټاکنو په ځانګړي ډول د عامه پوهاوي او په دې برخه کې د ځوانانو د مرستې او پر رول خبرې وشوې.
د پکتيا د ټاکنو د کمېسيون د عامه پوهاوي مدير شېرعلي فيضي وويل، چې په دغه ولايت کې د ټاکنو په برخه کې د خلکو همکاري زياته شوې او ډېر خلک دې ته لېوال دي، چې کارتونه واخلي او د ټاکنو په اړه خپل معلومات له نورو سره شريک کړي.
هغه زياته کړه، چې تر دې دمه په ټوله پکتيا کې ۷۰زره کسانو د رايې اچونې کارتونه ترلاسه کړي دي، چې له دې ډلې څخه يې ۴۵ سلنه مېرمنې دي.
فيضي وويل، چې د پکتيا په لرې پرتو سيمو کې عام خلک په ځانکړي ډول قومي مشران د ټاکنو کمېسيون له کار کوونکو سره زياته همکاري کوي، چې له امله يې زياتو خلکو کارتونه ترلاسه کړي او د نورو مرستو ډاډ يې هم ورکړی دی.
په پکتيا کې ځوانان د ټاکنو له کمېسيون سره همکاري خپله راتلونکي جوړول بولي او وايي، چې له دې لارې کولای شي، چې خلکو ته ښه کار وشي.
د پکتيا ولايت يو اوسېدونکی او د يادې غونډې ګډونوال لايق خان وايي: ((رښتيا هم د ټاکنو له بهير سره د خلکو همکاري زياته شوې ده، دوی ګوري چې ورځ تر بلې د ټاکنو په اړه د مدني ټولنو او ځوانانو تر منځ غونډې او بحثونه کېږي او د خپل راتلونکي په اړه خبرې کوي.))
نوموړی وايي، تېرو ټاکنو ته په کتو سره ځوانان پوهېدلي که چېرې سم خلک ونه ټاکي نو تېر هغه څه به بيا تکرار شي، چې خلک ترې ناراضه وو.
په دې غونډه کې ځوانانو د همکارۍ تر څنګ د ټاکنو په روڼوالي باندې هم ټينګار وکړ او له اړوند چارواکو يې وغوښتل، چې د درغليو مخه ونيسي.
ليکوال او ژورنالېست ايمل ښمر وويل، چې د ټاکنو په برخه کې ځوانان او ټول خلک اندېښنه لري، هسې نه چې د تېر په شان درغلي وشي، چې بيا به پنځه کاله خلک له خپلو وکيلانو ناراضه وي.
نوموړی وايي، که څه هم چارواکي په ټاکنو کې د درغلۍ نه کېدو خبره کوي خو بيا هم داسې قوي ضمانت نشته چې خلک پرې ډاډه شي.
خو د پکتيا د ټاکنو کمېسيون د عامه پوهاوي مدير شېرعلي فيضي وايي، چې د تېرې دورې د ټاکنو په پرتله يې د درغلۍ د مخنيوي په موخه زيات تدابير نيولي او د تېر په شان درغلۍ به نه تکرارېږي.
نوموړی وايي، د مدني ټولنې غړي او نور بنسټونه کولای شي چې د نظارت کارتونه واخلي او د ټاکنو بهير په خپله له نږدې وڅاري.
ياده دې وي چې له دې وړاندې هم په پکتيا کې په ټاکنو کې د خلکو د همکارۍ او د عامه پوهاوي په موخه دا ډول غونډې جوړې شوې وې.