ژبه

په مټاخان کې ٢٥٠زره افغانۍ ولور وټاکل شو

ښرنه (پژواک ٨ مرغومى ٩٢): د پکتيکا ولايت د مټاخان ولسوالۍ قومي مشرانو د يوې پرېکړې له مخې په ودونو کې د نجونو ولور ٢٥٠زره افغانۍ وټاکه.

د يادې ولسوالۍ د قومي شورا مشر حاجي محمدرسول سيدوال د مرغومي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې وړاندې په دې ولسوالۍ کې د نجونو پر سر زيات ولور اخيستل کېده.

هغه زياته کړه، چې د لوړ ولور له امله ډېر ځوانان بې واده پاتې کېدل او کار هم نه و چې پيسې ورته پيدا کړي.

نوموړى وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د ولور د ډېروالي د مخنيوي لپاره کمېټې پرېکړه وکړه، چې له دې وروسته به د نجونولپاره د ولور اندازه ٢٥٠ زره افغانۍ وي.

حاجي رسول وويل: ((پخوا به دلته د دوو کورنيو تر منځ د جوړجاړي په ترڅ کې د هغوی په خپله خوښه ولور ټاکل کېده، چې ډېری وختونه به د نجلۍ د کورنۍ له لوري د زيات ولور غوښتنه کېده، چې دغه کار د ډېرو کورنيو لپاره يوه لويه ستونزه وه.))

د دغه مشر په خبره، يادې اصلاحي شورا پرېکړه وکړه، چې په ښاديو او د ودونو په مراسمو کې به له بې ځايه او زيات لګښت څخه ډډه کېږي.

د هغه په وينا، د دې ترڅنګ دا پرېکړه يې هم کړې، چې نجونې اوکونډې به په جبر او زور نه ورکول کېږي، بلکې د اسلامي اصولو له مخې د هغوی رضايت به اخيستل کېږي.

دى وايي، که کوم چا له يادې پرېکړې سرغړونه وکړه، دوه سوه زره افغانۍ به جريمه کېږي او هم به د کلي او سيمې خلک ورسره د غم او خوشحالۍ په مراسمو کې اړيکې پرې کوي.

د پکتيکا د ځوانانو فرهنګي ټولنې غړی فدامحمد صميم يار د مشرانو دغه پرېکړه ګټوره او پر ځای بولي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د ولور کمول له نا واده شوو پېغلو او ځوانانو سره لويه مرسته ده او د هغوی پر وړاندې لويه ستونزه هواروي.

صميم يار وايي: ((زموږ يو شمېر ځوانانو به د لوړ ولور د پوره کولو لپاره ايران، دوبۍ او نورو هېوادونو ته په قاچاقي ډول په غيرقانوني لارو سفر کاوه، چې ډېرى مهال به يا ووژل شول او يا به شکنجه کېدل.

د نوموړي په وينا، له بلې خوا د لوڼو د پلرونو لپاره د وياړ خبره ده چې د هلک له کورنۍ کم ولور اخلي او په دې کار سره به يې د خپلې لور حقوق نه وي ضايع کړي او هم به د خدای او رسول پر وړاندې مسوول نه وي.

 د سيمې يو ديني عالم سيد رحيم الله حسني هم د مشرانو دغه پرېکړه د اسلام او ټولنې له نظره ګټوره بولي.

نوموړی وايي، د اسلام له نظره د نجونو پر سر ډېرې پيسې اخيستل حرامې دي او له بلې خوا هغو کورنيو ته چې اقتصادي يې کمزوری دی، د ولور پوره کول ګرانه ده.

مټا خان له مرکز ښرنې څخه په شاوخوا ۲۰ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، له وړاندې په مرکز ښرنه، سروبي او سرروضې ولسواليو کې هم ورته پرېکړې اوتړونونه شوي دي.