ژبه

د ماين چاودنې د سړک جوړونې د يوه شرکت دوه کارکوونکي ووژل

فراه ( پژواک ٩ مرغومى ٩٢): د فراه په پشت کوه ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د سړک جوړونې د يوه شرکت دوه کارکوونکي ووژل.

د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې په ٩:٣٠ بجو د سړک جوړونې د هغه شرکت پر کارکوونکو وشوه ،چې د مطبخ او انځيرانو د کلي تر منځ پر غځېدلي سړک کار کوي.

د پشت کوه ولسوال عبدالرحيم حيدري هم په چاودنه کې د يادو دوو تنو وژل تاييد کړل او ويې ويل، چې دا کار د دولت وسله والو مخالفينو کړى دى .

حيدري وايي، چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې هم په دې ولسوالۍ کې د سړک جوړونې څلور کارکوونکي وژل شوي و.

هغه د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل، چې په دې کار کې بهرني استخبارات لاس لري او نه غواړي، چې هلته سړکونه جوړ شي.

د يادې ولسوالۍ د اور کلي اوسېدونکي نصرالله هم نننۍ چاودنه تاييدوي او وايي، چې په دې چاودنه کې د سړک جوړونې يو کارکوونکى ټپي شوى هم دى .

د يادې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.