ژبه

ښرنه (پژواک ١٠ مرغومى ٩٢): د پکتيکا ولايت چارواکي وايي، چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر، چې چې غوښتل يې دغه توکي کابل ته ولېږدوي، نيولى دى.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا موټر د ولايت د مرکز ښرنې او اورګون ولسوالۍ ترمنځ په لويه لار د سروضې ولسوالۍ د ګلرالدين په غرنۍ سيمه کې نيول شوى دى.

هغه زياته کړه، چې دغه موټر د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې را اوښتی و او غوښتل يې ياد چاودېدونکي توکي د هېواد پلازمېنې کابل ته ولېږدوي.

مخلص وايي، چې په نيول شوي بار وړونکي موټر کې نږدې څلور زره کيلوګرامه بېلابېل ډوله چاودېدونکي توکي د لرګيو په منځ کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو، چې د کشفي معلوماتو پر اساس ياد بار وړونکی موټر د سيمه ييزو پوليس تر څار لاندې و.

د نوموړي په وينا،  ياد موټر د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د سروضې ولسوالۍ د ګلرالدين په سيمه کې تېره شپه دوولس بجې د پکتيکا ولايت د سيمه ييزو پوليسو د عمومي قوماندان عزيزالله کاروان له خوا ونيول شو.

کاروان ويلي، چې د نيول شوي موټر چلوونکی له  تيارې په ګټې اخيستې له سيمې تښتېدلی او امنيتي ځواکونو په سيمه کې د چلوونکي د نيولو په موخه عمليات پيل کړي دي.

د هغه په وينا، د لومړنيو معلوماتو پر اساس په نيول شوو څلور زره کيلوګرامه چاودېدونکو توکو کې هغه بېلابېل مواد شامل دي چې د واسکټونو او ماينونو په جوړولو کې تر ګټه پورته کېږي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.