ژبه

ګازنيونې د ملي اردو شپږ سرتېري مړه کړي

خوست (پژواک ١٩ مرغومى ٩٢): چاراکي وايي، د خوست د صحراباغ په پوځي اډه کې د خوب پر مهال د ملي اردو شپږ سرتېري د ګاز د بخار له امله مړه شوي دي.

د خوست ولايت د رسنيو دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه تېره شپه رامنځ ته شوې ده.

 خبر پاڼه کاږي، سرتېري د خوب پر مهال د ګاز د بخار له امله مسموم شوي وو، خو وروسته يې په روغتون کې د درملنې پر مهال سا ورکړه.