خوست ښار ( پژواک، ٢١ مرغومى ٩٢ ) : خوست ولايت ته له پلازمېنې کابل څخه ملکي الوتنې پيل شوې او د چارواکو په وينا، له دې وروسته به يې په دې برخه کې ستونزې هوارې شي.
د خوست والي عبدالجبارنعيمي له يو شمېر نورو چارواکو او مسافرينو سره يو ځاى د مرغومي په ٢١مه، په دې لومړۍ ملکي الوتنه کې د خوست صحراباغ هوايي ډګر ته راغى.
هغه په هوايي ډګر کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ولايت له دې وروسته د هوا له لارې له پلازمېنې کابل سره وتړل شو.
نعيمي زياته کړه، چې له دې ولايت څخه په الوتنو سره سربېره پر دې، چې د ټولو مسافرينو هغه ستونزې به هوارې شي، چې کابل ته يې د لارې په اوږدو کې لري، بلکې په اقتصادي لحاظ هم د پام وړ پرمختګ بلل کېږي.
نوموړي وويل، چې د اوس لپاره به الوتنې په دې ولايت کې د ناټو ځواکونو د پخوانۍ پوځي اډې صحراباغ ( سلارنو ) څخه کېږي او دا په دې اډه کې لومړنۍ ملکي الوتنه ده.
والي زياته کړه، چې د دغې اډې د هوايي ډګر له فعاله کېدو سربېره به د نوي ملکي هوايي ډګر د جوړېدو لپاره، چې د دې ولايت په لوېديځ کې پرې کار روان دی، خپلې هلې ځلې روانې وساتي.
د افغانستان د ترانسپورټ وزارت د هوانوردۍ د څانګې رييس کپتان حامد ظاهر د الوتکې تر ناستې وروسته پژواک اژانس ته وويل، چې په لومړيو کې به د خوست او کابل تر منځ په اوونۍ کې درې الوتنې ولري.
نوموړي زياته کړه، چې د مسافرو د اړتياوو له مخې به ممکن په اوونۍ کې شپږ الوتنې ولري، چې له دې سره به د کابل مسافرو ستونزې هوارې شي او هغه خوست مېشتي مسافر چې په عربي هېوادونو کې اوسيږي او له کابل څخه يې خوست ته د ځمکې له لارې په تګ کې ستونزې درلودې، اوس به د هغوى ستونزه هم حل شي .
د هغه په وينا، خوست د الوتنو قرارداد يې د اُفق شرق په نوم يوه خصوصي شرکت سره کړی دی، خو د مسافرينو په زياتېدو سره به له نورو شرکتونو سره هم قرارداد کوي.
نوموړي دغه راز وويل، چې د دې ولايت د نوي ملکي هوايي ډګر په جوړېدو سره غواړي، چې بهرنيو هېوادونو او په ځانګړي ډول متحده عربي اماراتو ته هم الوتنې پيل کړي.
د خوست ولايت يو تن اوسېدونکى جمال، چې له کابل څخه په الوتکه کې راغلی، پژواک اژانس سره په خبرو کې د ډېرې خوښۍ څرګندونه وکړه.
جمال وويل، دا چې له کابل څخه خوست ته په الوتکه کې راغی، ډېر خوښ دی، خو غوښتنه کوي، چې پروازونه دې نور هم زيات شي، چې د دې ولايت د مسافرينو ستونزې هوارې شي.
خوست په عربي په ځانګړي ډول خليجي هېوادونو کې تر سلو زرو زيات مسافرين لري، چې د خوست- کابل تر منځ د لارې په اوږدو کې يې زياتې ستونزې ګاللې، خو کتونکي په دې نظر دي، چې که دې ولايت ته نړيوالې الوتنې پيل شي، نو له دغو ستونزو به خلاصون ومومي.