ژبه

خوستوال: د خوست لپاره ځانګړې شوې بوديجه کمه ده

خوست (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٢): د خوست چارواکي او يو شمېر قومي مشران وايي، چې ځينې وزارتونه دغه ولايت ته هېڅ پام نه کوي او له همدې امله يې د راتلونکي کال لپاره ډېر کمه بوديجه ورته ځانګړې کړې ده.

ولسي جرګې تېره اونۍ د راتلونکي کال ملي بوديجه تصويب کړه، خو بيا هم ځينې وکيلان او د ولايتونو يو شمېر چارواکي پرې نيوکه لري.

د خوست چارواکي وايي، په دې بوديجه کې د خوست لپاره ډېره کمه پرمختيايي بوديجه په پام کې نيول شوې ده.

د کره معلوماتو له مخې، د ۱۳۹۳ لمريزکال لپاره خوست ته څه باندې ۲۹ ميليونه امريکايي ډالر بوديجه ورکړل شوې ده.

د چارواکو په وينا، له هغې بوديجې څو چنده کمه ده، چې په دغه ولايت کې د پرمختيايي پروژو لپاره ورته اړتيا لېدل کېږي.

د خوست د اقتصاد رييس او د سکتوري رياستونو مشر انجنير حميدشاه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، ستونزه د ماليې په وزارت کې نه، بلکې ځينې سکتوري وزارتونه، مسوول ګڼل کېږي.

هغه وويل، دوی د ۹۳ کال لپاره تر سلو ميليونو ډالرو زياتې بوديجې ته اړتيا لري، چې بايد يو شمېر پروژې پرې پلې شي، خو اوس يې ورته نهه ويشت ميليونه ډالر ځانګړي کړي دي.

انجنير حميدشاه وويل، د صنعتي پارکونو، د اوبو بندونه، د لسګونو ښوونځيو، د شېخ زاهد پوهنتون لپاره د تدريسي او ليليې بلاکونو او د ولسواليو په کچه د روغتونونو جوړول او دغه راز د يو شمېر نورو مهمو پروژو پلې کول د دوی بنسټيزې پروژې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په تېرو دوو کلونو کې هم ځينو وزارتونو خوست ولايت ته سمه پاملرنه نه ده کړې.

هغه وايي: ((موږ په ۱۳۹۱ کال کې ۱۱۴ ميليونه ډالر پلان ورکړی و، خو موږ ته يې ۳۷ ميليونه ډالر راکړي وو، هغه هم ټول په مصرف ونه رسېدل.))

انجنير حميدشاه له وزارتونو غوښتنه کوي، چې د راتلونکي لپاره د ولايتونو د اړتياوو له مخې د ماليې له وزارته کافي بوديجه وغواړي او د خپلو پلانونو مطابق يې په ولايتونو کې مصرف کړي.

 د خوست د ولايتي شورا رييس سيدکريم خاکسار هم له پژواک اژانس سره د مرکې پر مهال  ځينې وزارتونه پر دې تورن کړل، چې خوست ولايت ته چندان توجه نه کوي.

هغه وويل، هر کال يې له وزارتونو غوښتي، چې د اړتياوو له مخې ورته بوديجه ځانګړې کړي، خو يو وار هم کافي بودجه نه ده ورکړل شوې.

 سيدکريم خاکسار زياتوي: ((موږ هر کال له سلو ميليونو ډالرو زياتې بوديجې ته اړتيا لرو، خو د ماليې وزير، چې له دغه ولايت سره تعصب لري، يواځې ۲۹ ميليونه ډالر ځانګړي کړي دي. موږ دا په هېڅ صورت سره نه منو.))

نوموړي وويل، که څه هم په ملي شورا کې د خوست استازو د دغه ولايت ټولې غوښتنې تر مسوولو چارواکو نه دي رسولې، خو بيا هم ترې غوښتنه کوي، چې له وزارتونو خپل حق وغواړي.

د خوست د ځدراڼو قومي مشر حاجي محمدعلي ځدراڼ پر يو شمېر وزارتونو له دې امله نيوکه وکړه، چې د امکاناتو په شتون کې يې هم دغه ولايت ته توجه نه ده کړې.

نوموړي هيله څرګنده کړه، چې وزارتونه دې د ولايتونو تر منځ انډول وساتي او پرته له کوم تبعيض او تعصب څخه ټولو ولايتونو ته د هغوی د اړتياوو له مخې امکانات په لاس کې ورکړي.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي هم له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې د پرمختيايي پروژو لپاره د کافي بوديجې په پام کې نه نيول، هغه ستونزه ده، چې د زيات شمېر بنسټيزو او حياتي پروژو کارونه له ځنډ سره مخ کوي.

که څه هم والي نعيمي په دې برخه کې د کوم وزارت نوم وانخيست، خو ويې ويل، چې ځينې وزارتونه نه غواړي، په خوست کې پرمختيايي پروژې تطبيق شي.

هغه وايي: ((زه د خوست د والي په صفت له يو شمېر وزارتونو سخته ګيله لرم دوی سروې، څارنې او پېشنهاد ته نه ګوري، صرف بوديجه ولسي جرګې ته وړاندې کوي، دوی د ولايتونو له حالاتو سم ځان نه خبروي.))

 نعيمي زياته کړه، که څه هم کمه بوديجه ورکړل شوې، خو بيا هم هڅه کوي چې په دغه ولايت کې د پلې کېدونکو پروژو لپاره له هرې ممکنه لارې بوديجه پيدا کړي.

د والي په وينا: ((دا زموږ عزم دی، چې د خپل ولايت د هغو مهمو پروژو لپاره، چې زموږ په پلان کې دي، په هر ډول چې وي بوديجه پيدا کوو.))

 نعيمي هغه خبرونه رد کړل، چې ګني د ماليې وزير له دغه ولايت سره له تعصبه کار اخيستی او ليکلي يې دي، چې يواځې د ماليې وزارت نه، بلکې ټول سکتوري وزارتونه مسووليت لري.

د يادونې ده، په دې وروستيو ورځو کې په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې ځينې خوستوالو د ماليې پر وزارت له دې امله نيوکې پيل کړې، چې ګواکې خوست ولايت ته يې بوديجه نه ده ورکړې.

خو والي عبدالجبار نعيمي وايي، چې په دې طريقه د اندېښنو ښکاره کول، منطقي حل لاره نه ده او دغه کار يواځې د وزارتونو او ولايتي ادارې تر منځ ټکر رامنځته کوي.بحثونو کې يوازې يو کس مسوول ندى، بلکې ټول سکتوري وزارتونه مسووليت لري.

 نږدې دوه اونۍ وړاندې ولسي جرګې د ۱۳۹۳ کال د بوديجې طرحه د نا انډولۍ له امله  رد کړې وه، له ځينو انتقادونو سربېره بيا هم تېره اونۍ ولسي جرګې د راتلونکي کال بوديجه تصويب کړه.

د ولسي جرګې مالي او بوديجوي کمېسيون ويلي، چې د روان مالي کال د ملي بوديجې طرحه په بشپړه توګه نه ده اصلاح شوې او ځينې نيمګرتياوې لري.

خو د ماليې وزارت وياند عبدالقادر جيلاني وايي، چې اړتياوې زياتې دي، خو امکانات کم دي.

د نوموړي په وينا، چې ولايتونو ته متوازنه بوديجه په پام کې نيول شوې په داسې حال کې چې ځينې ولايتونه مقايسه کېداى هم نه شي، په ځينو ولايتونو کې لويې پروژې وي، نو بوديجه يې هم ځانګړې وي.

ورته موضوع