کابل،خوست( پژواک،٦ سلواغه ٩٢): په کابل کې د سهارني ځانمرګي بريد له امله د نوا راډيو اوسبا تلويزيون د خبريال او په هلمند کې د يوې سيمه ييزې راډيو او نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبريال وژل کيدل وغندل شول.
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې د کابل ښار په اتمه امنيتي حوزه کې په سهارني ځانمرګي بريد کې د نوا راډيو خبريال احمد شاهد نعيمي وژل غندلي.
خبرپاڼه زياتوي، احمد شاهد نعيمي ٢٠ کاله عمر درلود او تازه يې خبريالي پيل کړې وه، چې د نوا راډيو د نوا صبح په نوم سهارنۍ خپرونه يې چلوله.
د خبرپاڼې په وينا، نعيمي غوښتل د خپل کار دفتر ته ولاړ شي ، په تم ځاى کې موټر ته ولاړ و،چې د ملي اردو د سرتېرو پر کاسټر موټر د ځانمرګي بريد په پايله کې نعيمي هم ووژل شو.
دغه راز د ژورنالېستانو ملي اتحاديې هم د خبرپاڼې په ترڅ کې د احمد شاهد نعيمي وژل کيدل غندلي او دا يې د خبري رسنيو لپاره دردونکې پېښه بللې ده.
خبرپاڼه زياتوي، احمد شاهد نعيمي د نوا راډيو او سبا تلويزيون نوى خبريال و او دغه راز يې د کابل د ښوونې او روزونې پوهنتون د ادبياتو په څانګه کې زده کړې کولې.
دغه راز په خوست کې ژورنالېستانو نن له غرمې وروسته د يوې غونډې پر مهال په هلمند کې د نيويارک ټايمز خبريال نور احمد نوري وژنه وغندله او له امنيتي مسوولينو يې غوښتنه وکړه، چې د هغه قاتلين ونيسي او په سزا يې ورسوي.
غونډې ته په خوست کې د اريانا تلويزيون خبريال محمد رسول عادل وويل، چې د نور احمد نوري وژنې د هېواد پر ټولو ژورنالېستانو بد اغېز کړی .
هغه وويل، ۲۰۱۳ ميلادي کال د خبريالانو پر وړاندې له تاوتريخوالي ډک کال و، خو د ارواښاد نوري وژنه د ۲۰۱۴ کال لپاره د خطر زنګ بلل کېږي.
محمدرسول عادل زياته کړه،که په افغانستان کې د ژورنالېستانو د وژنې قضيې په دقيق ډول ونه څېړل شي، نو د نورو خبريالانو برخليک به هم له مشکلاتو سره مخ شي.
په خوست کې د بي بي سي راډيو خبريال الياس وحدت له امنيتي مسوولينو غوښتنه وکړه، چې د ژورنالېستانو د ژوند د خونديتوب لپاره دې جدي ګامونه واخلي او پاملرنه دې ورته وکړي.
نوموړي وويل، که ژورنالېستان له کوم ناوړه برخليک سره مخ کېږي، نو مسووليت به د هغه چا پر غاړه وي، چې ساتنې ته يې جدي پاملرنه نه کوي.
دا په يوه اونۍ کې دويم خبريال دى، چې وژل کيږي ، نوراحمد نوري په هلمند کې له سيمه ييزې راډيو بست او نيويارک ټايمز ورځپاڼې سره کار کاوه، چې خپل کار ته د تګ پر مهال نادرکه شو او څو ساعته وروسته يې په چړو وهل شوى مړى وموندل شو.