ژبه

خوست ښار ( پژواک، ١٧ سلواغه ٩٢ ) : د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاين په پنځمه ورځ په خوست کې د کانديدانو په ملاتړ کمپايني غونډې پيل شوې.

د دې ولايت سلګونو اوسېدونکو نن د سلواغې په ١٧مه، د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډه وکړه.

په دې غونډه کې، چې د ګډونوالو شمېر يې د دوو سوو په شاوخوا کې و د دغه ولايت قومي مشرانو، سپين ږيرو، د مدني ټولنو غړيو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

په دې ولايت کې د اشرف غني د ټاکنيز کمپاين د دفتر مسوول ضياء الرحمن تنها غونډې ته په خپلو خبرو کې غوښتنه وکړه، چې د اشرف غني احمدزي له پروګرامونو ملاتړ او د هغه لپاره کار وکړي.

هغه وويل، چې د ستراتېژيک موقعيت له مخې، خوست ولايت د اشرف غني په پلانونو کې لومړۍ درجې ولايت ته پورته کېږي، نو له همدې يې غوښتنه دا ده، چې خوستوال په راتلونکو ټاکنو کې نوموړي ته رايه ورکړي.

د خوست د ګربزو ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي ګل احمدخان ګربز غونډې ته په خبرو کې له ټولو خوستوالو غوښتنه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.

نوموړي وويل، چې د ولسي خلکو په ملاتړ به دوی هغه کانديد ته رايه ورکړي، چې په راتلونکي نوي حکومت کې خوستوالو ته د مهمې ونډې په اړه کلکه ژمنه وکړي.

ګل احمدخان وويل، چې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د خوست خلکو ۹۹ سلنه رايې ولسمشر حامد کرزي ته ورکړي، خو متاسفانه، چې په تېرو دواړو دورو کې يې خوست ته هيڅ توجه ونه کړه.

هغه زياته کړه، چې دا ځل به په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د خپل ولسمشر په ټاکنه کې تېر نه وځي او هغه کانديد ته به رايه ورکړي، چې د دوی د غوښتنو د پوره کولو تضمين ورکړي.

د دې ولايت د منګلو يو تن قومي مشر حاجي وکيل منګل هم ورته خبرې وکړې او له خلکو يې وغوښتل، چې د خپل ولسمشر په ټاکلو کې له پوره دقت څخه کار واخلي.

هغه وويل، چې خلک بايد له سمتي او ژبني تعصب پرته د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ټولو کانديدانو پروګرامونه او پلانونه تعقيب او تر ښې څېړنې وروسته د رايې ورکولو پرېکړه وکړي.

د خوست د مدني ټولنې غړي زاهدشاه انګار هم د غونډې برخه والو ته په خبرو کې له خوستوالو وغوښتل، چې که په راتلونکي حکومت کې ونډه زياته غواړي، نو په ټاکنو کې دې برخه واخلي.

زاهدشاه انګار زياته کړه، چې خوستوال به له هغه کانديد څخه ملاتړ کوي، چې ملي ګټو ته ژمن وي او د افغانستان د پرمختګ لپاره غوره پلانونه ولري.

ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټولټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.

د روان لمريز کال د سلواغې په ١٣مه، په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ د کانديدانو ټاکنيز کمپاين پيل شوى دى، خو دا کمپاين تر ډېره بريده په کابل کې دى او په ولايتونو کې ډېر کم تر سترګو کېږي.