خوست (پژواک ٤ کب ٩٢): ولسمشرۍ ته کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله په خوست کې خپلو ملاتړ کوونکو ته په خبرو کې وويل، چې واک ته تر رسېدو وروسته به دغه ولايت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
عبدالله عبدالله د کب په ٤مه نېټه د ټيلېفون له لارې په خوست کې يوې غونډې ته، چې شاوخوا دوه زره کسانو په کې ګډون کړی وو، لنډې خبرې وکړې او په يو شمېر برخو کې يې ورسره کلکې ژمنې وکړې.
په دې غونډه کې قومي مشرانو، سپين ږيرو، ديني عالمانو، د مدني ټولنې غړو، ځوانانو او د پوهنتون محصلينو ګډون کړی و او له ډاکټر عبدالله يې خپل ملاتړ څرګند کړ.
ډاکټر عبدالله د غونډې ګډونوالو ته وويل، چې په دغه ولايت کې به د صنعت په برخه کې پانګونې ته پاملرنه کوي، د خوست-ګردېز لاره به په بشپړ ډول جوړوي او د خوست-غلام خان بندر ته به د سيمې په کچه توجه کوي.
نوموړي همدارنګه وويل، چې د خوست شيخ زايد پوهنتون به د نړۍ په کچه له مشهورو او پرمختللو پوهنتونونو سره ونښلوي، استادانو او محصلينو ته به په کې د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي.
د ولسمشرۍ دغه نوماند د خوست له خلکو سره دا ژمنه هم وکړه، چې د ده په حکومت کې به دغه ولايت ته پوره برخه ورکړي او وړ کادرونه به يې پر مهمو پوستونو مقرر کړي.
د افغانستان د قومونو پيوستون شورا مشر غازي نواز تڼي د يادې غونډې ګډونوالو ته وويل، چې په تېرو ديارلسو کلونو کې خوست ولايت له پامه غورځول شوی و.
نوموړي زياته کړه، لکه څه ډول چې د دغه ولايت خلکو ولسمشر ته تر ټولو زياته رايه ورکړه، خو د خپل واک په دوره کې يې خوست ولايت ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې.
نوموړي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له مسوولينو هم وغوښتل، چې د راتلونکو ټاکنو د شفافيت لپاره له هر ډول ممکنه لارو چارو کار واخلي.
هغه وويل، چې ځينې مافيايي کړۍ په لوی لاس غواړي، دغه ټاکنې سبوتاژ کړي او يا په پراخ ډول درغلۍ په کې وکړي، چې په دې کار سره به د افغانستان راتلونکی حکومت له ستونزو سره مخ کړي.
د منګلو د قوم يو مشر حميم منګل د ډاکټر عبدالله په ملاتړ يادې غونډې ته په خبرو کې له خلکو غوښتنه وکړه څو هغه چا ته رايه ورکړي، چې د دوی غوښتنې پوره کولای شي او حق يې ورکړى.
حميم منګل وويل، چې که ډاکټر عبدالله په رښتيا هم د خوست له خلکو سره پر کړو ژمنو ټينګ درېږي، نو دوی ته تر دې بل وړ نوماند نشته او خپله رايه به ورکړي.
يادې غونډې ته يو شمېر نورو قومي مشرانو او ځوانانو هم خبرې وکړې او له نورو خلکو يې غوښتنه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې وړ او ژمن نوماند ته رايه ورکړي.
د يادونې ده، تر اوسه پورې په خوست کې د ډاکټر عبدالله د ټاکنيز کمپاين دفتر نه دی پرانستل شوی.