درېيم تعقيب- خوست (پژواک،٦ورى٩٣): د خوست ولايت په مرکز کې د پوليسو پوستې ته څېرمه د موټر بم چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او د پنځو پوليسو په ګډون ١٦ تنه ټپيان دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان سمونمل فيض الله عزت پژواک ته وويل، دا چاودنه نن شاوخوا څلورنيمې بجې د خوست ښار د منګلو اډې پوستې ته څېرمه د يوه فلاينکوچ موټر په وسيله ترسره شوه.
د نوموړي په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې څلور پوليس او يو ولسي وګړى ټپيان شوي، چې د دوو پوليسو روغتيايي حالت نازک دى.
خو د خوست د بېلابېلو روغتونونو کارکوونکي وايي، چې د دې پېښې له امله دوى ته دوه مړي او ١٦ ټپيان ور وړل شوي دي.
د خوست د ولايتي روغتون رييس ډاکټر عبدالمجيد منګل پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته د يوه ملکي وګړي جسد، شپږ ټپيان چې درې پوليس او درې ملکيان دي، ورلېږدول شوي دي.
د متون بابا شخصي روغتون يوه موظف ډاکټر ابراهيم هم وويل، چې دوى ته هم څلور ملکي وګړي په ټپي حالت کې ور وړل شوي، خو روغتيايي حالت يې ښه دى.
د ببري ګل شخصي روغتون يو ډاکټر ملکي مير هم وايي، چې دې روغتون ته د يوه ملکي وګړي جسد او ٦ ټپيان ور لېږدول شوي دي.
ده زياته کړه، په ټپيانو کې دوه پوليس، د يوه ماشوم په ګډون ٤ ملکي وګړي شامل دي، چې د ټولو روغتيايي حالت نازک دى.
له بلې خوا عيني شاهدان وايي، چې د چاودنې له امله د ښار ډېرې هټۍ زيانمې شوي او سيمه د پوليسو له خوا کلابنده شوې ده.