ژبه

په جومات کې چاودنې د تڼيو ولسوالۍ جنايي مدير وواژه

خوست (پژواک،١٥ورى٩٣) : د خوست ولايت  د  تڼيو ولسوالۍ په يوه جومات کې ، چې ټاکنيز مرکز و ،چاودنه شوې ، چې له امله يي د ټنيو ولسوالۍ د جنايي مدير په ګډون دوه تنه وژل شوي او ٤ نور ټپيان دي .

د تڼيو ولسوال جاويد جوشان پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې  د ټنيو ولسوالۍ د نريزې سيمې په يوه جومات کې چاودنه وشوه .

هغه وويل،چې په جومات کې چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى شوي و ، چې د چاودنې له امله يې د ټنيو ولسوالۍ جنايي مدير او يو ملکي وګړى ووژل شول او څلور تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول .

هغه زياته کړه ، چې د امنيتي ځواکونو له خوا د پېښې په اړه پلټنې روانې دي .

د خوست د ملکي روغتون مشر ډاکټرعبدالمجيد منګل وايي ،چې له يادې پېښې څخه دوى ته ٤ ټپيان ور وړل شوي ، چې روغتيايي حالت ښه دى .

د ټنيو ولسوالۍ د نريزې سيمي يو اوسېدونکي محمد رضا ياده پيښه تاييد کړه او ويې ويل ،چې اوسمهال سيمه  د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده ده .