د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د وري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن مازديګر په څه کم څلور بجې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې چاودنه د خوست ښار د بلند منزلو په سيمه کې د ترافيکو پر يوه رينجر موټر شوې ده.
قوماندان وويل چې په دې چاودنه کې ترافيکو ته زيان نه دى اوښتى، خو يو ملکى وګړى وژل شوى او ٩ نور ټپيان دي.
خو د خوست ښار د ببري ګل د خصوصي روغتون يوه موظف ډاکتر مالک مير پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته دوه مړي او اوه ټپيان ور وړل شوي دي.
د هغه په وينا، يو ټپي بل روغتون ته وړل شوى، خو وايي چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
د غفور په نوم د پېښې يوه عيني شاهد چې په دې چاودنه کې ټپي شوى هم دى، پژواک ته وويل دى پر سړک روان و، چې ناڅاپه چاودنه وشوه.
د نوموړي په وينا، وروسته هغه مهال پر ځان پوه شو، چې روغتون ته رسول شوى و.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.