ژبه

د بهرنيو ځواکونو هوايي بريد کې دوه ماشومان او يوه ښځه وژل شوي

خوست ښار (پژواک ٢٦ ورى ٩٣): د خوست ولايت چارواکي وايي ، چې د بهرنيو ځواکونو هوايي بريد دوه ماشومان او يوه ښځه  وژلي دي .

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د زني خېلو په ميرګوړي سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې بهرنيو ځواکونو له چورلکو تمريناتي انداختونه کول، چې يوه مرمۍ په تېروتنې سره پر يوه کور لګېدلې ده.

د والي وياند وايي، چې په دې پېښه کې يوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي او يو بل تن ټپي شوى دى.

خو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ولسوال اغا جان توکلي پژواک اژانس ته وويل ، چې دا بريد پر کور نه، بلکې پر غرنۍ سيمې شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د ياد کلي اوسېدونکي غره ته د خسو راوړلو په موخه ورغلي وو، چې بهرنيو ځواکونو پرې له هوا څخه بريد کړى، چې له امله يې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت وايي ، چې دا بريد له هوا څخه نه ، بلکې د توپونو له انداخت سره شوى دى.

دى وايي، چې ددوى د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې بريد کې دوه وسله وال وژل شوي دي.

امنيه قوماندان وويل، چې سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او پلټنې يې پيل کړي او تر پلټنو وروسته به کره معلومات ترلاسه کړي.

په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل ، چې دوى د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له ادعاوو خبر شوي او په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

سرچينې زياته کړې ، چې دوى د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبرونه جدي نيسي او په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره کړي.

ورته موضوع